د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ رهبرۍ د ډاډګیرنې پیغام

ago_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۹ - ۱۵:۱۹
شهید

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ

وَ بَشِّرِ الصَّابِرينَ أَلَّذينَ إِذا أَصابَتْهُمْ مُصيبَةٌ قالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَ إِنَّا إِلَيْهِ راجِعُونَ

په ډېره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د ۱۳۹۸/۸/۱۶ د پنجشنبې ورځ له غرمې وروسته، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لویې څارنوالۍ مقام د دفتر ریاست یو کارکوونکی ښاغلی محمد ولید د محمد فرید زوی، د کابل ښار یوولسمه ناحیه کې د پنبه فروشۍ کوڅې ته مخامخ په عمومي سړک د نامعلومو کسانو د وسله وال برید له امله په شهادت رسېدلی دی.

شهید محمد ولید د لویې څارنوالۍ له پاک نفسه، با اخلاقه، باظرفیته او ځوانو کارکوونکو له جملې څخه و، چې امرینو او همکارانو به یې تل د رېښتنوالۍ او ایماندارۍ ستاینه کوله.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د لویې څارنوالۍ رهبري، د دغه دردوونکې او غموونکې پېښې په اړه د شهید کورنۍ، خپلوانو او د هېواد شریفو او متدینو خلکو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي. خدای بخښلي ته د لوی خدای له دربار څخه د مغفرت او کورنۍ او دوستانو ته یې د جمیل صبر هیله کوي.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي یو ځل بیا ټينګار کوي، چې دا ډول ظالمانه کړنې د عدالت د تأمین او د قانون د حاکمیت په برخه کې د دغې ادارې په پرېکنده اراده کې آن یو کوچینی خنډ هم نشي جوړولای. د لویې څارنوالۍ کارکوونکي، په هر ډول شرایطو کې په ټینګ عزم او هوډ سره د افغانستان د عزتمندو او شریفو خلکو خدمت ته چمتو دي.

د لویې څارنوالۍ رهبري د ورته انسانیت او شریعت خلافه حملو د غندنې تر څنګ، د یادې پېښې د جدي او قانوني څېړنې په موخه پلاوی ټاکلی، تر څو د یادې قضیې عاملین وپېژني او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

په درناوي

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د لویې څارنوالۍ رهبري

۱۳۹۸ کال د لړم ۱۷، کابل- افغانستان

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

BACK TO NEWS