د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ رهبرۍ د ډاډګیرنې پیغام

ago_admin
شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۵ - ۱۷:۴۰
png

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ

وَ بَشِّرِ الصَّابِرينَ أَلَّذينَ إِذا أَصابَتْهُمْ مُصيبَةٌ قالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَ إِنَّا إِلَيْهِ راجِعُونَ

په ډېره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې نن شنبې ورځ، سهار ۸:۳۰ بجې د ۱۳۹۸/۸/۲۵، د دولت وسله والو مخالفینو، د کابل قرباغ ولسوالۍ سیاه سنګ کلي کې د کابل – پروان په عمومي سړک، د باګرام عدلي مرکز د محبس څارنوالانو هر یو ښاغلی روح الله ارزګاني، نجیب الله سهاک، مرتضی احمدي، فیروز عیاني او د یاد ریاست د اداري مدیر قیس پر موټر چې دندو ته روان و، برید کړی، چې له امله یې څارنوال فیروز عیاني په شهادت رسېدلی او پاتې نور ټپیان دي. ټپیان د کابل ولایت د ملي امنیت روغتون ته لېږدول شوي، چې له دې ډلې څارنوال نجیب الله سهاک د سخت ټپ له امله په روغتون کې ساه ورکوي.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د لویې څارنوالۍ رهبري، د دغه دردوونکې او غموونکې پېښې په اړه د شهیدانو کورنیو، خپلوانو او د هېواد شریفو او متدینو خلکو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي. خدای بخښلو ته د لوی خدای له دربار څخه د مغفرت دعا کوي، کورنیو او دوستانو ته یې د جمیل صبر هیله او ټپیانو ته د لوی خدای له دربار څخه د عاجلې او بشپړې روغتیا غوښتنه کوي.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي یو ځل بیا ټينګار کوي، چې دا ډول ظالمانه کړنې د عدالت د تأمین او د قانون د حاکمیت په برخه کې د دغې ادارې په پرېکنده اراده کې آن یو کوچینی خنډ هم نشي جوړولای. د لویې څارنوالۍ کارکوونکي، په هر ډول شرایطو کې په ټینګ عزم او هوډ سره د افغانستان د عزتمندو او شریفو خلکو خدمت ته چمتو دي.

د لویې څارنوالۍ رهبري د ورته انسانیت او شریعت خلافه حملو د غندنې تر څنګ، د یادې پېښې د عاملینو د نیونې په موخه د لویې څارنوالۍ او کشفي او امنیتي ادارو مسؤولانو ته هدایت ورکړی، څو د یادې قضیې عاملین وپېژني او د قانون منګولو ته یې وسپاري. اوسمهال یاده موضوع تر جدي څېړنو لاندې ده.

په درناوي

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د لویې څارنوالۍ رهبري

۱۳۹۸ کال د لړم ۲۵، کابل- افغانستان

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

BACK TO NEWS