د افغانستان اسلامي جمهوریت لویې څارنوالۍ عالي شورای غونډه د څارنپوه نورحبیب جلال تر مشری لاندې جوړه شوه

hdsadmin
پنجشنبه ۱۳۹۶/۶/۲ - ۹:۳۹
ago

" د افغانستان اسلامي جمهوریت لویې څارنوالۍ عالي شورای غونډه د څارنپوه نورحبیب جلال تر مشری لاندې جوړه شوه

دغه غونډه د لویې څارنوالۍ عالي ادارې د سرپرست څارنپوه نور حبیب جلال تر مشرۍ لاندې په داسې مهال کې جوړه شوه چې ددې ادارې مرستیالانو او رئیسانو هم ګډون درلود. په نوموړی غونډه کې چې په دې وروستیو کې جوړه شوې وه، د نورو موضوعاتو تر څنګ، د لویې څارنوالۍ پر تشکیل هم بحث وشو.

د لویې څارنوالۍ سرپرست څارنپوه نور حبیب جلال په دغه غونډه کې وویل: "په لویه څارنوالۍ کې د مقررۍ له پاره باید ځانګړی او با صلاحیته هیأت وټاکل شي. نوموړی هیأت مکلف دی چې په مقررۍ کې د څارنوالۍ د تشکیل او صلاحیتونو د قانون سره سم ټول اصول رعایت، او د کاري فرصت غوښتونکو سره به جدي او قانوني چلند وکړي. په دې برخه کې هیڅ ډول غفلت د منلو وړ ندی".

ښاغلي جلال وویل: "چې د ګمارنې یو معیار د لوړو زده کړو تحصیلي درجه ده. او زیاته یې کړه: چې د لویې څارنوالۍ اداره باید د ځینو مفسدو کړیو د فساد قرباني او ښکار نه شي. موږ باید خپله اداره د فاسدو کړیو د شتون څخه پاکه کړ".

د لویې څارنوالۍ سرپرست ګډون د جمهور رِئیس او نورو دولتي استازو په ویډیویي کنفرانس کې یوه بله مهمه موضوع وه چې د عالي شورا په غونډه کې پرې خبرې وشوې. ښاغلی جلال وویل چې جمهور رئیس په دغه ویډیویي کنفرانس کې په عدلی او قضایی برخو کې د زورورو خلکو د نفوذ پر مخنیوی ټینګار وکړ.

د لويې څارنوالۍ سرپرست څارنپوه نور حبیب جلال په دی اړه وویل: "هغه کسان چې په عدلي او قضایي څانګو کې لاس وهنه کوي باید ونیول شي او د قانون پر بنسټ چلند ورسره وشي. د هغه په وینا له دې وروسته به د لویې څارنوالۍ کارکوونکو د حاضرۍ څخه په مرکز او ولایتونو کې جدي څارنه کیږي. همدارنګه هغه څارنوالان چه په خدمتي توګه کار کوي باید د هغوی اصلی بستونو ته ولیږدول شي.

"

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

BACK TO NEWS