د افغانستان اسلامی جمهوريت د لويه څارنوالۍ د ښځو پر وړاندی د تاوتريخوالی د مخنيوې په موخه د واحدونو ترمنځ د همغږی او همکارۍ دری ورځنی غونډه جوړه شوه.
" د افغانستان اسلامی جمهوريت د لويه څارنوالۍ د ښځو پر وړاندی د تاوتريخوالی د مخنيوې په موخه د واحدونو ترمنځ د همغږی او همکارۍ دری ورځنی غونډه جوړه شوه
د ښځوپروړاندې د تاوتریخوالې د له منځه وړولو په موخه دري ورځنې غونډه د ( اي ډي ال او) مؤسسی په مالي لګښت په کابل کې دکابل ستار په هوټل کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې دافغانستان د لوي څارنوالی دسلا کارانو دبنسټ مشر په ګډوند د ۲۰ ولايتونو دڅارنواليو مشران او يو شمير څارنوالانو ګدون کړی وو.
د لویی څارنوالی د سلا کارانو دبنسټ مشر ښاغلی څارنپوه عبدالغفور "عرفانی" څارنوالانو ته دښه راغلاست او هرکلې په ترڅ کې وویل: ښځه دژوند نېمایې برخه تشکیلوې ځکه خو اسلام ښځی ته لوړه مرتبه ورکړی ده.
نوموړې نارینه وو ته ګوټ څنډنه وکړه او وویل: کوم حقونه چې داسلامی شریعت په رڼاکې ښځو ته ورکړل شوې دي، هغه دنارینه وو له خوا په سمه توګه ښځو ته ورکړل شې؛ دښځو پروړاندې دتاو تریخوالی دکرغیړنې پدیدې په کچه کې کموالی راتللې شې.
ښاغلی عرفانی زیاتوې، دښځو او ماشومانو پروړاندې تاو تریخوالی هغه شومه پدیده ده چې نه یوازی د ښځې او ماشومان دخوږ ژوند څخه بی برخې بلکې زموږ اسلامی ټولنه هم دګواښ سره مخامخ کولی شې.
نوموړی ددې ناستې دجوړیدو په هکله وویل: د ښځو پروړاندې دتاو تریخوالی دمخنیوې په موخه ددغسې ناستو جوړیدل دهغو ستونزو په ګوته كول او پیژندل او دهغه لارې چارې پیدا کول دې، کوم چې دافغانستان ښځې او ماشومان دتاو تریخوالې ښكار كيږې.
د۲۰ ولایتونو دڅارنوالیو مشران او دلویی څارنوالی مشرتابه ددغې دری ورځنۍ ناستې ډیری څرګندونې دښځو او ماشومانو پروړاندې دتاو تریخوالی دمخنیوې دیادو ناغیړیو لاملونو څرنګوالې او په ولایتونو کې دڅارنوالیو په فعالیتونو راڅرخې دې.
د (ای ډی ال او) مؤسسی د (ساجا) دبرخی مسوول اغلی ماری لو شارم، ددغسی ناستو جوړیدل دڅارنوالانو دکارونو په بهیر کې پرمختک او دڅارنوالانو علمی کچې دپیاوړتیا دلوړولو په برخه کې مهم وباله. نوموړی، دلویې څارنوالۍ سره دلا زیاتو نورو هر اړخیزو مرستو ډاډ څرګند کړ.
په لویه څارنوالۍ کې دښځو پروړاندې دتاوتریخوالی دمنځه وړولو دڅارنوالۍ رییسه اغلي قدسیه "نیازی" په دې ناسته کې وویل: دښځوپروړاندې دتاو تریخوالې دمنځه وړلو دقانون موخه فقط دکورنیو سلامتیا ده.موږ غواړو چې ښځو ته دتاو تریخوالې له امله خبر ورکړو. هغه ښځی چې دتاوتریخوالی قربانې کیږې، دښځو قانونې حق دی ترڅوخپل قانونې حق وغواړې نه دا چې ښځه دکورنې تاوتریخوالی په پایله کې دکور څخه وتښتې او پردې کور ته ولاړه شې چې دا په خپله د اسلامی شریعت له پلوه حرام دی او په هغه ځای کې بل جرم سرته ورسوې. په دې حالت کې چې دخپل حق څخه دفاع وکړای شې مجرم پېژندل کیږې.
آغلی نیازی زیاته کړه، موږ هڅه او هاند کې یو، چې دافغانستان په ټولو ولایتونو کې دښځو پروړاندې دتاو تریخوالی دمخنېوی څارنوالی جوړې کړو. ترڅو هغه ښځی چې دتاو تریخوالی ښکار کیږې، خپل حق د همدی نژدی مرجع څخه بیرته ترلاسه کړې.
دجوزجان ولایت د استیناف څارنوالی دښځو پروړاندې دتاو تریخوالی دپیښو دڅیړنې څارنوال څارنیار فرشته "صافی"، دښځو پروړاندې دتاتریخوالې دله منځه وړلو دهغې دڅارنوالۍ دهڅو او دستونزو په هکله وویل: موږ باید خپله مبارزه دښځو پروړاندې دتاو تریخوالې دمخنیوې په برخه کې بنیادې وګرځوو. دجوز جان ولایت یو له هغه ولایتونو څخه دي چې تر اوسه په کې دښځو پروړاندې دتاو تریخوالی دمخنیوې څارنوالۍ نه ده جوړه شوې. خو دښځو پروړاندې دتاو تریخوالی پیښې ددی ولایت دڅیړونو دآمریت له خوا څیړل کیږې.
داغلی "صافی"، په باور په افغانستان کې دښځو پر وړاندې دتاو تریخوالی دله منځه وړلو دقانون پلې کول په غلط ډول خلکو ته ور پیژندل شوې دې. هغه وایې چې دا قانون داسلامی ارزشونو او نورو قوانېنو مخالف نه دې. دا قانون په دې موخه چې په دې اړه ځانکړې پاملرنه وکړې.
"
