د افغانستان اسلامی جمهوریت سرپرست لوی څارنوال څارنپوه نور حبیب جلال په مشرۍ د دې ادارې عالي شورا جوړه شوه

hdsadmin
شنبه ۱۳۹۴/۱۱/۳ - ۸:۳۹
ago

 

د لويې څارنوالۍ عالي شورا غونډه چې د دې ادارې د سرپرست په مشرۍ جوړه شوه. په کې د لوی څارنوالۍ مرستیالانو او د دغې ادارې ټولو رییسانو  برخه لرله؛ د بېلا بېلو موضوعګانو په باب خبرې وشوې او تصمیمونه ونیول شول.

د دغې غونډې لومړۍ موضوع د دغې  ادارې دتدارکاتي موضوعګانو په تېره بیا د نفتي توکو د قرار داد په باب دمالي او اداري ریاست وړاندیز و چې عالي شورا ته پیشنهاد شو. شورا په دې باب دتدارکاتو  دقانون په اهمیت باندې ټینګار وکړ  او لار ښوونه يې وکړه چې ټول قرار دادونه دې  له د غه قانون  سره سم او د تدارکاتو د عالي کمیټې  په همغږۍ  سره  ترسره  کړي شي.

 په دې غونډه کې  یوه  بله مهمه موضوع  په نه علاج  وړ ناروغۍ د اخته بندیانو  د حالت څېړنه وه.

د هیواد له نافذو قوانینو سره سم، که چېرې په جیل کې کوم بندې په نه علاج وړ نارغیو اخته وي؛ دقانون دحکمونو  په پام کې نیولو او د بشر دحقوقو  په رعایتولو سره کولای شي د درملنې په خاطر د معتبر ضمانت په قید سره آزاد شي البته دغه عمل د نه علاج وړ نارغیو دڅیړنې دکمیسیون له تائید وروسته امکان لري. په دې باب عالي شورا خپلې شخصي او علمي نظریې    داسې وړاندې کړې چې هم بندیان دخپلو بشري حقوقو له اصولو څخه بې برخې نه شې او هم دهیواد جزایې قوانین په سمه توګه رعایت شې.

د لوی څارنوالۍ عالي شورا دغه راز د څارنوالانو د معاشونو او د کادري امتیا زاتو د زیاتوالي  دطرحې په باب خبرې وکړې او دا کار يې په اداره کې داصلا حاتو  د پراخ  بنسټه کولو لپاره ګټور ګام  وباله.

دیادونې  وړ ده  چې  د لوی  څارنوالۍ عالي شورا  په اوونۍ کې یو ځل د لوی څارنوال او د دغې ادارې د مرستیالانو او د مرکزي رییسانو په شتون غونډه کوي او د دغې ادارې دمهمو موضوعګانو  په باب پریکړې کوي.

 

"

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۴:۳۹
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو له واردولو د مخنیوي لپاره د مؤظف پلاوي ناسته جوړه شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ ناسته د مؤظفې کمېټې د غړو په ګډون د امارتي ادارو او وزارتونو د معیننانو په حضور کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS