د افغانستان داسلامی جمهوري دولت سرپرست لوی څارنول محمد فرید " حمیدی": " موږ په افغانستان کې د عدالت پلي کولو کې له هیڅ ډول هڅې نه تیریږو."

hdsadmin
دوشنبه ۱۳۹۵/۱/۹ - ۱۵:۳۹
44

ښاغلي حمیدي دا څرګندونې  د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي څارنوالۍ د چارواکو په غونډه کښې وکړي. دا غونډه د روان کال د وري دمیاشتې په ۹ مه نېټه د حقوقو پرآختیا نړیوال سازمان (آی دي ال او) په مرسته د سرینا هوټل کې جوړه شوه. په دې ناسته کې  د لویې څارنوالۍ سرپرست ښاغلي محمد فرید  "حمیدي"، مرستیالان، مرکزي او ولايتي څارنوالیو مشرانو ګډون کړی وو، چې موخه یې همغږي، ستونزو په ډاګه کول او په هکله یې د یوې کړنلارې  وړاندیز وو.

په دې جوړه شوې ناسته کې د لویې څارنوالۍ  سرپرست ښاغلي محمد فرید "حمیدي" وویل: " د لویې څارنوالۍ  هڅې په پام کې نه نیول عدالت نه دی. موږ له موجوده ستونزو سره جدي مبارزه کوو. موږ باید د افغانستان خلکو ته دا ثابته کړو،  چې  په  لویه څارنوالۍ  کې د افغانستان خلکو ته د خدمت لپاره ظرفیت او اراده موجوده ده. موږ د عدالت پلي کولو لپاره کلکه مبارزه کوو."

دښاغلي "حمیدي" په وینا، د افغانستان  دخلکو یوه ستونزه د هغوې عدلي  او قضايي اړتياوو ته د ځواب نشتوالي دي. نوموړي  د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي سره دمبارزې په اړه وویل: " د لویې څارنوالۍ  مشرتابه په مرکزکې زموږ ولایتي همکارانو ته  قانوني او سیاسي مرستې او امکانات برابروي. زموږ همکاران باید خلکو ته عدالت تأمین کړي".

ښاغلي "حمیدي" یادونه وکړه،  چې په دې  اداره کې  د خلکو لاس رسي آسانتیاوو په موخه ځانګړې مقررات او میکانیزم جوړ  شوې دي. هغه د لویې څارنوالۍ  چارواکو څخه وغوښتل چې په دې  اداره کې  د مراجعه کوونکو سره ښه، آبرومندانه، انساني کرامت سره سم چلند دود رامنځ ته  کړي.

د حقوقو پرآختیا نړیوال سازمان (آی دی ال او) مشري میرمن ماري لوشرام،  په افغانستان کې د دې  سازمان مرستو څخه د ښاغلي فرید "حمیدي" ملاتړ مننه وکړه او وویل " (آی دی ال او) په دې وروستیو ۱۷ میاشتو کې ۴۱۵ څارنوالانو ته روزنه  ورکړې ده. اوس موږ  د تاوتریخوالي مخنیوي ځانګړي څارنوالان، ولسواليو څارنوالان، اخلاقی جرایمو څارنوالان، قتل او جرح او د ماشومان څارنوالانو ته روزنه  ورکوو. همدا راز  په روان کال کې هم موږ د څارنوالانو ظرفیت لوړولو په موخه روزنیز پروګرامونه پیلوو."

په دې ناسته  کې میرمن شرام خبر ورکړ چې  په "مې " او " اګست" میاشتو کې نور پروګرامونه پیل کیدونکې دي. دهغې  په وینا، د روان کال په مي میاشت کې د لویې څارنوالۍ  ځنې ادارې کارکونکوته یو روزنیز پروګرام  پیلیږي. او همدارنګه د اګست په میاشت کې دڅارنوالانو همغږۍ  غونډه رابلل کیږي. هغې  زیاته کړه :" موږ د لویې څارنوالۍ  په همکارۍ سره هڅې  ترسره کړې  څو ګټور موضوعګانې په ننې  پروګرام کې ور زیات کړو. موږ خپل د توان سره سم لویې  څارنوالۍ  سره مرسته  کوو. "

پدې غونډه کې، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي مخنیوي څارنوالۍ  مشري  میرمن قدسیه "نیازۍ"  د حقوقو پراختیا نړیوال سازمان  (ای دی ال او)  دمرستو څخه د مننې تر څنګ  وویل:" په تیرو کلونو کې  سره له موجوده ستونزو موږ ښې لاسته راوړنې درلودې . په تیرو ۶ کلونو کې ۵۷۲۷  قضیې  د هیواد په مرکز او ولایاتوکې څیړل  شوې دي. د دغو قضاياوو زياتره کورنۍ  ستونزې وې . دغه برنامه  دیوې  کړنلارې  وړاندې کول او ښځو پروړاندې تاو تریخوالي لمنځه وړلو لپاره یو ښه فرصت دی ."

په یاده ناسته کې، فقر، ناامني، نیشه يې  توکو روږدې او بې کاري د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي تر ټولو مهم لاملونه په ګوته شول.  په داسې حال کې چې  د افغانستان حکومت د لندن په کنفرانس کې نړيوالې  ټولنې ته ژمنه وکړه،  چې د ښځو په  وړاندې د تاوتريخوالي  د مخنيوي  لپاره مبارزه  کوي . میرمن قدسیه پدې اړه وویل: " د لندن په کنفرانس کې نړيوالې  ټولنې ته د افغان حکومت یوه ژمنه د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې د ۲۰۱۶ کال تر پایه  پور ې  د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي  د څارنوالیو پرانیستل وو. لویه څارنوالي  وتوانیده چې په ۱۳۹۴ کال کې دا ډول څارنوالۍ  دهیواد په ۳۴ ولایاتو کې  جوړې کړي . په حقیقت کې، ټولې شوې ژمنې د دورې تر پای ته رسیدو تر مخه پوره شوې . دا په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي  پر وړاندې  د مبارزې یوه لویه لاسته راوړنه ده. په عين وخت کې سږ کال موږ په مرکز او ولایاتو کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي مخنیوی د استیناف څارنوالي  لرو."

دمیرمن "نیازۍ" په وینا،  د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي  د مخنیوي څارنوالۍ  د ډیرو ستونزو او ننګونو سره لاس او ګریوان دې. چې هغه  د بشري ځواک او د دفتري وسايلو نشتوالي دي .  هغي زیاته کړه: "د توکیو په کنفرانس کې د افغان حکومت یوه ژمنه نړیوالې  ټولنې ته په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي شمیر او راپورونو ورکول و. په ولايتونو کې د انټرنټ او فکس نشتوالي له کبله موږ د رپوټونو په راټولولو کې ستونزو  سره مخامخ یو او د حقوقو پرآختیا نړیوال سازمان څخه مو غوښتنه ده، چې په دې  برخه کې موږ سره  مرسته وکړې. "

په وروستیو کلونو کې، په افغانستان کې دا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي  څارنوالانو عمومي دويمه غونډه ده . دا ناسته  د حقوقو پرآختیا نړیوال سازمان (آی دی ال او) په ملاتړ جوړه شوې ده، او دوه ورځې  دوام کوي. آی دی ال او  د لویې څارنوالۍ  یو له مهمو مرسته کوونکو  ده.

"

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۵:۹
Background image

د «اداري مراسلاتو او اداري اصولو» په اړه درې ورځنی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې اداری ځینو کارکوونکو ته د «اداري مراسلاتو او اداري اصولو» تر سرلیک لاندې درې ورځنی سیمینار جوړ کړی و.. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۳ - ۱۳:۴۵
Background image

د امر باالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون د تشریح په تړاو ناسته جوړه شوه

د ا.ا.ا د امر باالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د دغه وزارت قانون د تشریح په اړه ناسته جوړه کړې وه. ‌. .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۸ - ۹:۲۶
Background image

دوه کسان له افغانستانه متحده عربي اماراتو ته د ۴۱.۳۷۵ کیلوګرامه طلا د قاچاق په تور بري‌الذمه وپېژندل شول

بشیراحمد صدیقي د نصیراحمد زوی او محمدرفیع بها د غلام‌بهاالدین زوی چې په مخکېني حکومت کې د ۴۱.۳۷۵ کیلوګرامه سرو زرو (طلا) د قاچاق په تور محکوم شوي وو، د ا.ا.ا سترې محکمې له خوا بري‌الذمه. . .

BACK TO NEWS