د افغانستان درې رنګه بیرغ؛ د افغانانو رښتینی سمبول دی

Hussain_admin
شنبه ۱۴۰۰/۵/۹ - ۸:۲۵
ago

د لويې څارنوالۍ سرپرست محترم ذبیح الله کلیم د زمري د اوومې، د افغانستان د ملي بیرغ ورځ، د نمانځنې په غونډه کې وویل، چې د افغانستان درې رنګه بیرغ د افغانانو هویت دی او بیرغ د هېوادونو د تاریخ په بهیر کې د رښتیني سمبول په توګه پېژندل کېږي.

د ملي بیرغ ورځې د نمانځنې دا غونډه نن د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري پر اوومه د دغې ادارې د مرستیالانو، رئیسانو او ځینو نورو کارکوونکو په ګډون وشوه.

ښاغلي کلیم د افغانستان خلکو په ځانګړې توګه دفاعي او امنیتي ځواکونو ته د دغې ورځې مبارکي وویله او زیاته يې کړه: «همدا اوس دفاعي او امنیتي ځواکونه په سنګرونو او لومړۍ کرښه کې د ازادۍ، امنیت، برابرۍ او عدالت لپاره جنګېږي او په خپلو وینو تر همدغه درې رنګه بیرغ لاندې، د هېواد او خلکو د واقعي ارزښتونو دفاع کوي.»

د ښاغلي کلیم په وینا، د ملتونو، سیاسي نظامونو او اداري جوړښتونو ګډ هویت د بیرغ په نامه په یوه سمبول کې خلاصه کېږي. د نوموړي په وینا، بیرغ د ملي نښان په توګه، ټول ملیتونه، اقلیتونه او ډلې، د ملت په نامه د یوه مفهوم تر چتر لاندې راټول او د ملت د یوه ارزښتناک عنصر په توګه يې یو له بل سره نښلوي.

د لویې څارنوالۍ سرپرست، د افغانستان د درې رنګه بیرغ ارزښت مهم وباله او زیاته یې کړه: «په اوسنیو شرایطو کې افغان دفاعي او امنیتي زړور ځواکونه په لومړۍ کرښه کې د دغه بیرغ د هسک ساتلو په موخه جنګېږي، شهیدانېږي او خپل ځان د دغه بیرغ د هویت لپاره ځاروي، له دې څخه د دغه بیرغ رښتینی ارزښت په ډاګه کېږي.»

د ښاغلي کلیم په وینا، موږ به جنګي شرایطو کې ژوند کوو او هره ورځ دا جنګ له موږه بې شمېره قربانۍ اخلي؛ خو بیا هم د عدالت د تأمین، د قانون د حاکمیت او د ګټورو عدلي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې زموږ مبارزه نه کمزورې کوي. نوموړي وویل، موږ تل کوښښ کوو، چې تر دغه بیرغ لاندې عدالت تأمین او قانون یوشان پلی کړو او په دې برخه کې خپل رسالت ترسره او د قانون د یوشان تطبیق او له تبعیض سره د مبارزې په برخه کې د افغانانو د یووالي او وحدت لپاره مرسته وکړو.

د یادونې وړ ده، چې نن د ولایتونو استنیاف څارنوالیو کې هم د ملي بیرغ ورځ ونمانځل شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS