له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه
د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زدهکړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته.
دا ازموینه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د شوال پر ۲۵ (۱۴۰۵ کال د وري ۲۳) د دغې ادارې د غونډو په تالار کې اخیستل شوې ده.
ازموینه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه.
د ازموینې بهیر د څارنې پر مهال، د کارکوونکو چارو عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدانس هاشمي، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي عبدالاحد احدي، د مسلکي زدهکړو رئیس محترم الحاج شیخ عبدالمنان مدني، د استخدام رئیس محترم مفتي محمدانس رشاد، سلاکاران او یو شمېر نورو مسوولینو حضور درلود او د ازموینې څرنګوالی یې وڅاره.
د دغې ازموینې موخه د ګډونوالو د مسلکي ظرفیت لوړول او د هغوی د نظارتي مهارتونو پیاوړتیا بلل شوې ده.
د یادونې وړ ده چې نظارتي ستاژ یو کلن پروګرام دی چې هر کال د دغې ادارې د کارکوونکو لپاره تنظیمېږي. همدارنګه، څه موده وړاندې هم د همدې ادارې یو شمېر کارکوونکي له نظارتي ستاژ څخه فارغ شوي وو.
