د افغانستان لوی څارنوال: "زموږ د مبارزې لومړۍ کرښه، اداري فساد پر وړاندې مبارزه ده."

hdsadmin
چهارشنبه ۱۳۹۵/۵/۲۷ - ۱۴:۳۹
ago

 

 څارنپوه محمد فرید حمیدی د هیواد لوی څارنوال دا خبرې د دوه تنه مرستیالانو او ځینی تازه مقرر شوي رئیسانو د پیژندګلوي پروګرام په

لړ کې وکړ.دا پروګرام نن یکشنبه (۲۴/۵/۱۳۹۵) د لوی څارنوالۍ مسلکي زده کړې په انستیتیوت کې په لاره واچول شو. پدې ناسته کې د لویې څارنوالۍ معاونینو، مرکزي رئیسانو او د نورو دولتي ارګانونو ځینی مسؤولینو ګډون کړی و. ښاغلي حمیدی د اداري فساد سره مبارزه د لوی څارنوالۍ له لومړیتوبونو په ګوته کړ. د هغه په باور، د عدالت ټینګول او قانون پلی کول د لویې څارنوالۍ له دندو شمیرل کیږي. پدې اړه د هیواد لوی څارنوال وویل: " د اداري فساد لومړی قرباني عدالت، حقونه او د خلکو آزادی ده. موږ به اداري فساد پر وړاندې مبارزې لپاره، د سترې محکمې، داخلې وزارت، ملي شورا، رسنۍ او مدني ارګانو سره لا ښه همغږي او پیوستون رامنځته کړو". د هیواد لوی څارنوال د دې ادارې له نوي ګمارل شوي کسانو وغوښتل څوخپلې دندې په خپلوکه او باصلاحیته توګه ترسره کړي. همداراز، د لوی څارنوالۍ مراجعینو سره ښه چلند خپله کړي. هغه خلکو سره د چلند څرنګوالی د لوی څارنوالۍ کارکوونکو د کړنو ارزونې یو له معیارونو په ګوته کړ. هغه زیاته کړه:" د دولت کارکوونکي خلکو ته د خدمتګذاري په موخه ګمارل کیږي. کوم شي دپاره چې، د پلي کولو مسئولیت یې زموږ په غاړه ده،  باید خلکو ته ځواب ویوونکي واوسیږو." ښاغلي حمیدی حساب ورکونه او روڼتیا د یو ارګان له کړنو، د خلکو پر پوهاوي تړلی بولي. د هغه په باور خلک حق لري څو د یوې دولتي ادارې کړنو په هکله معلوماتو ته لاسرسي ولري. رسنۍ هغه لاره ده چې دغه معلومات د خلکو په اختیار کې کیښودلای شي.

پدې ناسته کې د افغانستان لوی څارنوال امنیتي ګواښونه د عدلي او قضایي چارو پر مخ یو له پرته ستونزو وباله. هغه د افغانستان مخالفینو ته په اشاره کولو وویل، د هیواد عدلي او قضایي مرجع کارکوونکو پر وړاندې  د سوء قصد هر ډول کړنې جنایت دي. هغه پدې اړه وویل:"  که چیري د افغانستان د خلکو دښمنان د عدلي او قضایي مراجعو په لاس ولویږي، هغوی سر به د انساني کرامت په مراعاتولو چلند وشي. او د ځان نه دفاع کولو حق به ورته ورکړ شي. موږ به هغوی په عادلانه ډول او بشري حقونو موازینو سره سم محاکمه کړو."

وحیدالدین ارغون چي نن د لوی څارنوالۍ مالي او اداري معان په توګه معرفی شو، د کارکوونکو د دندې لایحې بیاکتنه، د زده کړې فرصتونه برابرول او د حساب ورکونې وړ مالي سستم جوړول یې خپل کاري لومړیتوبونو وشمیرل. هغه زیاته کړه: " لوی څارنوالۍ کې د قوت او ضعف بیلګې شتون لري. زه به هڅه وکړم څو ضعفونه د ودې په فرصتونو بدل کړم."  

د لوی څارنوالۍ مسؤولین دغه ګمارنې د دې ادارې د اصلاحاتو دویم پړاو بولي. پدې پړاو کې، پوهنملې ملیحه حسن، ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي معاونې په توګه، ښاغلی وحیدالدین ارغون، مالي او اداري معاون په توګه او ۵۱ تنه نور کسان د لوی څارنوالۍ ملکي او نظامي څانګو رئیسانو په توګه معرفی شول.   

"

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS