د امر باالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون د تشریح په تړاو ناسته جوړه شوه

yama_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۳ - ۱۳:۴۵
جلسه امر بالمعروف

د ا.ا.ا د امر باالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د دغه وزارت قانون د تشریح په اړه ناسته جوړه کړې وه.

دا ناسته د ۱۴۴۶ه ق کال د ربیع‌الثاني پر ۳۰ چې د ۱۴۰۳ کال د لړم له ۱۲ سره برابره ده، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه.

په دې ناسته کې د امر باالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت نظامي معین، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د بېلابېلو برخو مرستیالانو، د دعوت او ارشاد ریاست مسوولانو، رئیسانو، د رئیسانو مرستیالانو، آمرینو او کارکوونکو ګډون کړی و.

ناسته د قاري ذبیح‌الله حقجو له خوا د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پېل شوه او وروسته د امر باالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د نظامي مرستیال ښاغلي شیخ خلیفه سعیداحمد شهیدخیل په وینا پېل شوه.

نوموړي د امر باالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون تفسیر او تشریح کړ او د دغه قانون د پلي کولو پر څرنګوالي یې رڼا واچوله.

یاده دې وي چې د ناستې په پېل کې پر ګډونوالو د نوموړي وزارت د محترم معینیت له خوا د امر باالمعروف، نهی عن‌المنکر قانون رسمي جریده ووېشل شوه.

یاده ناسته د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د تفتیش مرستیال ښاغلي مولوي محمد محسن هاشمي په وینا پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS