د بامیانو د یکاولنګ نمبر ۱ ولسوالۍ ابتداییه څارنوال د بډو اخیستلو په تور ونیول شو
د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې ۲۲
د لویې څارنوالۍ د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ ریاست د ملي امنیت د منسوبینو او د بامیانو د امنیه قوماندانۍ په مرسته د اوپراتیفي عملیاتو په پایله کې د بامیانو د یکاولنګ نمبر ۱ ولسوالۍ ابتداییه څارنوال د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې پر ۲۱ د ۱۰۰ زره افغانیو له مجموعې د ۳۰ زره افغانیو رشوت اخیستلو په تور لاس په لاس ونیوه.
د دغې قضيې د څېړنې او اجرااتو پایلې به د تحقیقاتي او محاکماتي پړاوونو تر بشپړېدو وروسته شریکې شي.
دا قضیه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال د دوشنبې لیدنو په ترڅ کې چې د بامیانو د یوه اوسېدونکي له خوا له لوی څارنوال سره نېغ په نېغ شریک شوې وه، ثبت او په تړاو یې اجراات وشول. دغه هېوادوال د یکاولنګ ولسوالۍ ابتداییه څارنوال له خوا د نوموړي د نسبتي دوسیې په تړاو د کارونو د ځنډ او د رشوت له غوښتلو سر ټکولی و.
له هېوادوالو سره د لوی څارنوال د دوشنبې لیدنې هر اوونۍ د هغوی د ستونزو او قضیو ته رسیدګۍ په موخه کېږي، چې دا کار له یوې خوا عدالت ته د خلکو په لاسرسي کې ګټور دی او له بلې خوا د څارنوالانو او د دغې ادارې د کارکوونکو پر اجرااتو نظارت او څار پياوړی کوي.
لویه څارنوالۍ له دغې ادارې سره د قانون د تطبیق او د عدالت د تأمین په برخه کې د هېوادوالو پر همکارۍ او ملاتړ ټینګار کوي او همداراز داخلي نظارت، روڼتیا او له اداري فساد سره مبارزه خپل کاري لومړیتوب ګڼي او هغه کسان چې پر فساد ککړ وي، نیسي او تر عدلي تعقیب لاندې یې راولي.
