د بشري ټولنې ثبات او بقا پر عدالت او د قانون پر حاکمیت ولاړه ده

ago_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۸ - ۱۰:۴۳
غوری صاحب
د بشري ټولنې ثبات او بقا پر عدالت او د قانون پر حاکمیت ولاړه ده د تحقیق په چارو کې د لوی څارنوال مرسیتال فرید احمد غوري دا خبره د هرات د مدني ټولنې، د ولایتي شورا د غړو او د دغه ولایت له قومي مشرانو سره په غونډه کې وکړه. د تحقیق په چارو کې د لوی څارنوال مرستیال په مشرۍ یو پلاوی د هېواد د لوی څارنوال د هدایت پر اساس دغه ولایت ته سفر کړی دی. د دغه سفر موخه د محلي ادارو له مسؤولینو، د مدني ټولنې له غړو، مدافع وکیلانو، د ولایتي شورا له غړو او قومي مشرانو سره د ښو عدلي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې له عدلي او قضايي بنسټونو سره د ښو اړیکو د تأمين په موخه شوی دی. دا غونډه د استیناف څارنوالۍ د کارکوونکو او د کورني او بهرني جرمونو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ مسؤولانو په حضور کې د ۱۳۹۹ لمریز کال د لړم پر ۲۵ د هرات استیناف څارنوالۍ په ودانۍ کې دایره شوه. ښاغلي غوري پر لويې څارنوالۍ د خلکو د باور پر جلب تأکید وکړ او زیاته یې کړه: «د خلکو باور کولای شي، چې قانون ښه حاکم او عدالت ښه تطبیق شي.» نوموړي همداراز زیاته کړه: «له عدالت او د قانون له حاکمیته پرته، د خلکو د رضایت او د ټولنې سلامتیا ناشونې ده، نو زموږ مسؤولیت دی، چې د عدالت د تأمین په برخه کې پوره پوره هڅه وکړو.» د تحقیق په چارو کې د لوی څارنوال مرستیال په دغه ولایت کې د قانون تطبیق او د عدالت د تأمین ډاډ ورکړ او یادونه یې وکړه، دغې ادارې ته چې کومې قضيې رااستول کېږي، په معین وخت کې ورته رسیدګي کېږي. د دغه غونډې ګډونوالو د استیناف څارنوالۍ ریاست له اجرااتو خوښي څرګنده او ژمنه يې وکړه، چې له هرات استیناف څارنوالۍ سره به تر پخوا زیات همکار وي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

BACK TO NEWS