د بودیجې لګونې پر اجرااتو د نظارت د څرنګوالي په موخه ناسته وشوه

ago_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۲ - ۱۴:۴۵
بودجه

دغې ناسته کې د لوی څارنوال د مالي او اداري چارو مرستیال وحیدالدین ارغون، د مالي او اداري چارو، اطلاعاتو او عامه اړیکو، ګمارنې، جنډر او معلوماتي تکنالوژۍ ریاست رئیسانو او د مالي او اداري چارو ځينو کارکوونکو ګډون کړی و. دا ناسته د ۱۳۹۸ کال د مرغومي پر ۱۱ د مالي او اداري چارو مرستیالۍ د ناستو تالار کې ترسره شوه.

د لوی څارنوال د مالي او اداري چارو مرستیال وحیدالدین ارغون په دغه پروګرام کې د بویجې لګونې پر اجرااتو د نظارت په موخه پر منظمو ناستو ټینګار وکړ او ویې ویل: «د بودیجې د اجرااتو کتنه او ارزونه د هغې د لګونې د ښه تطبیق او ګټورتوب سبب کېږي.» د ښاغلي ارغون په خبره، لویې څارنوالۍ په ۱۳۹۸ کال کې خپله ۹۶ سلنه پراختیايي او ۹۹ سلنه عادي بویجه لګولې ده.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام سره د یادې ادارې د بېلابېلو برخو ترمنځ پر همکارۍ او همغږۍ ټينګار وکړ او د ورته ناستو موخه یې د بودیجې لګونې پر اجرااتو نظارت او په دې برخه کې د شته ستونزو له منځه وړل وبلل.

دغې ناسته کې د مسلکي، عسکري، کورني او بهرني امنیت، نشه یي توکو او د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايی مرکز او ولایتي استیناف څارنوالیو مسؤولانو د ۱۳۹۸ مالي کال د اجرااتو راپورونه وړاندې کړل. له دې ډلې په لسو ولایتونو کې سل سلنه بویجه لګول شوې او ډېری نورو استیناف څارنوالیو له ۹۳ تر ۹۹ سلنه بویجه لګولې ده.

په دغې ناسته کې، په مرکز او ولایتونو کې د پراختیايي پروژو د تطبیق په اړه خبرې وشوې او د بودیجې د تطبیق برخه کې پر اغیزمنتوب او روڼتیا ټينګار وشو. یادو مسؤولانو په دې برخه کې شته ستونزې او ننګونې په ګوته کړې او په تړوا یې مناسبو حلارو ته هم اشاره وکړه. 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS