د تاوتریخوالي د قربانیانو ملاتړ د څارنوالانو مکلفیت دی
د لویې څارنوالۍ د قضایي چارو مرستیال ډاکتر غلام حیدر علامه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي څارنوالانو سرتاسري کنفرانس په وروستۍ ورځ وویل، څارنوالان دې له بېلابېلو لارو د هغو ښځو ملاتړ وکړي، چې د تاوتریخوالي قرباني شوي دي.
دغه درې ورځنی کنفرانس د ۱۳۹۸ کال د مرغومي په څلورویشتمه، کابل سرینا هوټل کې پېل او د یادې میاشتې په شپږویشتمه پای ته ورسېد.
ډاکتر غلام حیدر علامه دغه کنفرانس کې زیاته کړه، عدلي او قضایي ادارې دې د عدالت د ټینګښت په موخه په خپلو اجرااتو او د قانون چوکاټ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قربانیانو ملاتړ وکړي. د ښاغلي علامه په خبره هغه ښځې چې ورسره تاوتریخوالی شوی او څارنوالۍ ته مراجعه وکړي، څارنوالۍ باید هغه امکانات او اسانتیاوې ولري، چې په عملي توګه د هغوي له حقونو دفاع وکړي.

ښاغلي علامه همداراز زیاته کړه، څارنوالي مکلفه ده، څو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قربانیانو ته د دوی د دوسیو د پرمختګ په هکله اطلاع ورکړي، هغوي ته لارښوونه وکړي او له خپلو حقونو څخه یې خبر کړي. هغه زیاته کړه:«څارنوالان، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قربانیانو دردونه لمس کوي، هغه رنځوونه او ظلمونه چې د دوي پر وړاندې شوي، درک کوي او د خپلې همدردۍ له مخې د دوي ملاتړ کوي.»
قضایي تعقیب چارو کې د لويې څارنوالۍ مرستیال د خپلو خبرو په دوام سره وویل، دولت د عدالت ټینګښت په موخه مکلف دی، څو د تاوتریخوالي قربانیانو ته غرامت او جبران خساره ورکړي. د هغه په خبره، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي قانون او د جزا کود په تصویب سره تر ډېره د ښځو پر وړاندې جرمونو ته قانون کې جزا ټاکل شوې ده.

یاده دې وي، چې د دغه کنفرانس په پای کې د مشرانو جرګې له خوا د هېواد لوی څارنوال ته د ښو کړنو او اداره کې د اصلاحاتو راوستو په موخه یو قاب مډال ډالۍ کړ او همدا راز یې په ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي آمرینو ته ستایلیکونه ورکړل.
