د تحریر پلاوي پرله پسې غونډه ترسره شوه

hdsadmin
شنبه ۱۳۹۶/۴/۳۱ - ۱۵:۳۹
4

لويې څارنوالۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو په همغږۍ د تحریر پلاوي غونډه نن د غبرګولي پر ۲۸مه ترسره کړه. په دغه غونډه کې په مقالو کې د سرچینې لیکنې پر ډول بحث وشو، چې له مخې به يې سرچینې په لمنلیک او د الفبا په ترتیب د مقالې په پای کې لیکل کېږی.

د تحریر پلاوي غړیو زیاته کړه، چې په «څارنوال مجله» کې دې د مصاحبې لپاره پوښتنې مخکې تر مخکې ترتیب او له مصاحبه کېدونکې دې وپوښتل شي.

د تحریر پلاوي غړیو وویل: «په څارنوال مجلې کې باید د شعر او ادب او د افغانستان قوانینو لپاره هم ځانګړې پاڼې مشخصې شي او همداراز په دغه مجله کې دې پر مقالو سربېره د لويې څارنوالۍ غړيو سره هم مصاحبه وشي.»

د یادونې وړ ده، چې د تحریر پلاوي غونډه په هره دوه اونیو کې یو ځل په لویه څارنوالۍ کې دایرېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS