د تحقیق په چارو کې د لويې څارنوالۍ مرستیالۍ د دغه ادارې له اووه ګونو زونونو سره د همغږۍ غونډه وکړه
د تحقیق په چارو کې د لوی څارنوال مرستیال فرید احمد غوري د دغې ادارې له اووه ګونو زنونو او له ښځو سره د تاوتریخوالي او ماشومانو د سرغړاوي د مخنیوي څارنوالۍ او د تحقیق څارنوالۍ ریاستونو له رئیسانو سره د همغږۍ غونډه وکړه.
دا غونډه د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې پر ۲۸ وشوه، موخه يې له امنیتي او دفاعي ادارو سره د جرم او جنایت د کموالي په برخه کې غوره همغږي بلل شوې ده.
د دغې غونډې ګډونوالو په غور کې وروستۍ تروریستي پېښه وغندله او شهیدانو ته یې دعا او ټپیانو ته یې عاجله شفاء وغوښتله.
د تحقیق په چارو کې د لوی څارنوال مرستیال فرید احمد غوري یادونه وکړه، چې د امنیت راوستل د یوې ټولنې اساسي غوښتنه ده او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او لویه څارنوالي د عدالت د تأمین، د قانون حاکمیت او د امنیت راوستلو ته ژمنتیا لري.
هغه د لویې څارنوالۍ او امنیتي او کشفي ادارو ترمنځ پر همغږۍ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: په دې وروستیو کې په کابل کې د جنايي جرمونو کچه لوړه شوې او د دغې کچې د کنټرول لپاره باید د لویې څارنوالۍ اووه ګوني زونونه او د تحقیق او له ښځو سره د تاوتریخوالي او ماشومانو د سرغړاوي د مخنیوي څارنوالۍ ریاستونه او امنیتي او کشفي ادارې ښه او غوره همغږي ولري.»
ښاغلي غوري ټینګار وکړ، چې د ستونزو د حل په برخه کې باید د لويې څارنوالۍ د اووه ګونو زونونو، د کورنیو چارو وزارت، ملي امنیت ریاست او کابل امنیه قوماندانۍ د مسؤولانو ترمنځ د لا همغږۍ او همکارۍ په موخه په دوامداره توګه ناستې وشي.
