د تحقیق په چارو کې د لویې څارنوالۍ مرستیال د دغې ادارې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست څخه لیدنه وکړه

ago_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۶ - ۱۵:۴۸
مرستیال تحقیق

د تحقیق په چارو کې د لویې څارنوالۍ مرستیال فریداحمد غوري، د ۱۳۹۹ لمریز کال د چنګاښ پر پنځه ویشتمه د دغې ادارې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د یاد ریاست د اجرااتو د ارزونې، ستونزو، ننګونو او د بېلابېلو برخو د اړتیاوو په اړه بحث وشو. ښاغلي غوري د تدقیق او مطالعاتو عمومي ريیس او د یاد ریاست له کارکوونکو سره په لیدنه کې وویل، چې زموږ د ټولو مسوولیت د عدالت ټینګښت او د قانون حاکمیت ته کار کول دي. هغه د یاد ریاست کارکوونکو ته په اشارې زیاته کړه: «ټول افغانان له موږ تمه لري، چې حق حقدار ته وسپارو او له تاسې هم هیله لرو، چې په دې برخه کې هڅه وکړئ.»

د تحقیق په چارو کې د لویې څارنوالۍ مرستیال زیاته کړه، یاده مرستیالي هڅه کوي، چې د دغې ادارې د کارکوونکو ستونزو او اړتیاوو ته پر وخت رسیدګي وکړي، تر څو خلکو ته د لا خدمت جوګه شي. هغه همداراز د کارونو د ښه پر مخ بیولو په موخه د کارکوونکو پر همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ او د یاد ریاست کارکوونکو  ته یې ډاډ وکړ، چې یاده مرستیالي د ستونزو او ننګونو د له منځه وړلو په برخه کې ورسره پوره مرسته کوي.

مرستیال تحقیق

ښاغلي غوري همداراز له اداري فساد سره د مبارزې، دوسیو ته پر وخت رسیدګي او د خلکو د باور پر لاسته راوړلو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «په ټولنه کې د عدالت د ټینګښت او د قانون حاکمیت لپاره هڅې پر دې ادارې د خلکو د باور د زیاتوالي سبب کېږي.»

په دې لیدنه کې د تحقیق په چارو کې د لویې څارنوالۍ مرستیال، د ننګونو ، د ستونزو پر حل او د کارونو پر لا ګړندي کولو ټینګار وکړ او د یاد ریاست له کارکوونکو یې وغوښتل، چې خپلې ستونزې له ده سره مخامخ شریکې کړي.

د یادونې وړ ده، چې څه موده مخکې د تحقیق په چارو کې د لویې څارنوالۍ مرستیال د کابل استیناف څارنوالۍ د ختیځ زون څخه لیدنه کړې وه او تمه ده، چې په راتلونکي کې د نورو ریاستونو کړنې هم له نږدې وڅاري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS