د تحقیق په چارو کې د لوی څارنوال مرستیال د تخار استیناف څارنوالۍ د بېلابېلو برخو کړنې وارزولې
د تحیق په چارو کې د لوی څارنوال مرستیال او تخار ولایت ته د لیږل شوي پلاوي رئیس څارنپوه نور حبیب جلال، د ۱۳۹۸ کال د غویي پر لومړۍ د یاد ولایت د استیناف، عسکري او د کورني او بهرني امنیت له جرمونو سره د مبارزې څارنوالۍ کړنې او لاسته راوړنې وارزولې.
د تحیق په چارو کې د لوی څارنوال مرستیال او تخار ولایت ته د لیږل شوي پلاوي رئیس څارنپوه نور حبیب جلال د استیناف، عسکري او د کورني او بهرني امنیت له جرمونو سره د مبارزې څارنوالۍ له مسوؤولانو سره د یوې ناستې په ترڅ کې، د یادو څارنوالیو د کړنو لیدنه او ارزونه د دغه سفر موخه وبلله. نوموړي د ښې حکومتولۍ د حاکمیت او پیاوړتیا په موخه دوی ته لازم هدایات ورکړل.
له بلې خوا، د تخار د استیناف څارنوالۍ رئیس څارنیال سید محمد سبب، په دغه ولایت کې د قانون حاکمیت او د عدالت د ټینګښت په اړه یاد پلاوي ته ډاډ ورکړ. د نوموړي په خبره، هغه قضیې چې دغې ادارې ته راځي، پر وخت څېړل کېږي.

د لوی څارنوال مرستیال څارنپوه نور حبیب جلال، د تخار ولایت له والي عبدالحق شفق سره په یوه ځانګړې ناسته کې، په یاده اداره د خلکو پر باور جذبولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «پر عدلي او قضایي ادارو د خلکو باور د قانون د حاکمیت او د عدالت د تطبیق په برخه کې اغېزناک رول لوبولای شي.»
په ورته مهال کې د تخار والي عبدالحق شفق د استیناف، عسکري او د کورني او بهرني امنیت پر ضد له جرمونو سره د مبارزې څارنوالۍ کړنې او لاسته راوړنې د قناعت وړ وبللې او په یاد ولایت کې یې د لویې څارنوالۍ د خدمتونو د پراختیا ستاینه وکړه. نوموړي همداراز ډاډ ورکړ، چې د سیمه يیزو ادارو تر منځ د همغږي او همکارۍ په برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د ولایتونو د استیناف څارنوالیو کړنې او لاسته راوړنې د بېلو پلاویو له خوا ارزول شوې دي.
