د تعليمي سکټور کمېټې د لوړو زده‌کړو وزارت، علومو اکاډمۍ، د ازموينو ملي ادارې او د تخنيکي او مسلکي ادارې له چارواکو سره تعارفي ناستې وکړې

Hussain_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۲ - ۲۳:۳۱
کمیته

د فرمانونو او احکامو د تعقيب او نظارت لوی ریاست د تعليمي سکټور کمېټې د لوړو زده‌کړو وزارت، علومو اکاډمۍ، د ازموينو ملي ادارې او د تخنيکي او مسلکي ادارې له چارواکو سره د ا.ا.ا د مشرتابه د فرمانونو او احکامو د تعقيب په موخه تعارفي ناستې کړې دي.

د تعليمي سکټور کمېټې چې مشري محترم مفتي اظهارالحق کوله، د يادو ادارو له مشرانو سره په جلا جلا ډول د فرامينو او احکامو د تعقيب او نظارت د لوی رياست د قانون په اړه تعارفي ناستې کړې دي.

د دغو ناستو موخه، د ا.ا.ا د مشرتابه د فرمانونو او احکامو تعقيب او څار بلل شوی دی.

د يادو ادارو چارواکو دا یو نیک اقدام بللی او په دې برخه کې يې د هر ډول همکارۍ ژمنه کړې ده.

ياده دې وي، چې د فرمانونو او احکامو د تعقيب او نظارت لوی رياست په بېلابېلو سکټورونو کې د ا.ا.ا د مشرتابه د فرامينو او احکامو د تعقيب په موخه کمېټې جوړې کړې دي او عملاً يې خپلې چارې پېل کړې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

BACK TO NEWS