د جمهوري ریاست د هدایاتو د تطبیق کمېټه په لویه څارنوالي کې توظیف او په کار یې پيل وکړ

Hussain_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۸ - ۹:۱۴
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ریاست مقام د هدایت پر اساس، نن چهارشنبه د ۱۴۰۰ لمریز د وري پر ۴ په لويې څارنوالۍ کې د کُلي اصلاحاتو د طرحې په موخه د دغې ادارې د بېلابېلو برخو د رئيسانو په حضور یوه غونډه د عالي شورا په تالار کې وشوه. د دغې غونډې ګډونوالو د لويې څارنوالۍ پر خپلواکۍ ټینګار وکړ او ويې ویل، چې لویه څارنوالي د قانون د احکامو له مخې په خپلو اجرااتو کې خپلواکه ده او د عدالت د تحقق لپاره باید خپل استقلالیت حفظ کړي. نوموړو د قانوني او عادلانه اجرااتو د تطبیق په برخه کې اشاره وکړه او زیاته يې کړه، په دې طرحه کې باید کمیو ته په پام ټول جزیات راټول او ګټورې او مناسبې حل لارې ورته وړاندې شي. د دغې غونډې د ګډونوالو په وینا، له اوسني فرصت او د دولت د رهبرۍ څخه باید د اصلاحاتو او له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې په ښه توګه استفاده وشي. نوموړو ټینګار وکړ، چې لویه څارنوالۍ له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې ژمنتیا لري او دا اداره ټولې قضيې د اسنادو او مدارکو پر اساس رسیدګي کوي او له مجرمینو سره قاطعانه چلند کوي. د غونډې ګډونوال په درېیو کاري کمېټو؛ د وضعیت د تحلیل، بنسټيز اصلاحات او نهادسازۍ په برخه توضیف او په کار يې پيل وکړ. د وضعیت د تحلیل کمېټه به د قانون د تطبیق پر وړاندې خنډونه او ننګونې تشخیصوي او په دې برخه کې به حل لارې وړاندې کوي. د پیسو سپینولو قضیو ته رسیدګي او د صرافانو د ستونزو حل او همداراز د زندانونو د وضعیت ارزونه هم د دې کمېټې مسؤولیتونونه دي. د اصلاحاتو کمېټې غړي د څارنوالانو د مسلکي ظرفیت ارزونې طرحه او او د کړنلاو، معیارونو او د څارنوالانو د ګومارنې تشخیص، له مراجعینو سره د څارنوالانو د اړیکو د پرېکون تشخیص، د حفظ شویو قضیو او د هغو قضیو مفصل او روڼ راپور چمتو کول چې د محکمو له خوا د نواقصو او خلاوو په سبب مسترد شوې دي، د دغې کمېټې مسؤولیتونه دي د نهادسازي کمېټه په لویه څارنوالي کې کمزورۍ په ګوته کوي. د عدلي خدماتو د پياوړتیا، قضیو ته د رسیدګي او په اداري فساد د ککړو کسانو عدلي تعقیب لپاره عملي حل لارې هم دا کمېټه وړاندې کوي. دا کمېټه موظفه شوه، چې د قضیو د تحقیق او تعقیب لپاره زماني جدول ترتیب او له مخې يې باید د قضیو تحقیق او اقامه دعوا په قانوني معیاد کې بشپړه شي. په بېلابېلو فورمونو کې د اسنادو د رسولو د مخنیوي په موخه د یوه معیاري فورم ترتیب د دغې کمېټو په نورو مسؤولیتو کې راځي. له بلې خوا دغې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې د ولسمشر د هدایاتو د تعقیب لپاره یو ځانګړی واحد ایجاد او له مخې يې په ۲۴ ساعتونو کې د جمهور رئيس هدایاتو ته ګزارش ارایه کړي. ټاکل شوې ده، موظفې کمېټې په څلور راتلونکو ورځو کې خپلې موندنې او کاري پایلې ارایه او له مخې یې په لویه څارنوالي کې بشپړه اصلاحي طرحه تدوین او جمهوري یاست مقام ته وړاندې کړي. د یادونې وړ ده، چې د ۱۳۹۹ لمریز کال د کب پر ۲۷ ولسمشر د لويې څارنوالي د اجرااتو د راپور تر اورېدو وروسته په دغې اداره کې د اجرايي، جوړښتي او کادري اصلاحاتو لپاره هدایات صادر کړي وو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS