د جنډر په هکله د پوهاوي روزنیز پروګرام جوړ شو

دغه دوه ورځنی پروګرام د لویې څارنوالۍ له ښځو د ملاتړ ریاست لخوا د ملل متحد پراختیا ادارې(UNDP) په ملاتړ د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږي پر دولسمه او دیارلسمه د کورني او بهرني امنیت پر ضد د مبارزې څارنوالۍ عمومي ریاست شلو کارکوونکو ته جوړ شوی و.
د کورني او بهرني امنیت پر ضد د مبارزې څارنوالۍ عمومي رییس شمس الله احمدزي په دغې غونډه کې د لویې څارنوالۍ له ښځو ملاتړ ریاست څخه د دغه روزنیز پروګرام د جوړیدو مننه وکړه او دا یې د کارکوونکو د ظرفیت لوړاي برخه کې مهم ګام وګاڼه. ښاغلي احمدزي زیاته کړه:« د جنډر او د ښځو او ماشومانو د زورونې د مخنیوي قانون څخه پوهاوی د دغې ادارې کارکوونکو ته اړین دی او دا د قانون د غوره تطبیق لپاره مرسته کوي.»
هغه د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه، چې د لویې څارنوالۍ د رهبرۍ پلاوی د دغې ادارې د کارکوونکو د ظرفیت لوړاوي په موخه هڅه کوي او افغانانو ته د غوره خدماتو وړاندې کولو ته ژمن دی. هغه دغه پروګرام ګډونوالو ته یو فرصت وګاڼه او له هغو یې وغوښتل، ترڅو په هغو موضوعاتو چې دلته پوهاوی ترلاسه کوي، په خپله کاري ساحه کې یې پلي کړي.
د کورني او بهرني امنیت پر ضد د مبارزې څارنوالۍ عمومي رییس، د عدلي او قضایي ادارو کارکوونکو ته د نافذه قوانیو پر پوهاوي ټینګار وکړ او د دغې ادارې له ښځو د ملاتړ ریاست څخه یې غوښتنه وکړه، تر څو دغسې روزنیز پروګرامونه د دغې ادارې نورو کارکوونکو ته هم جوړ کړي.
له بلې خوا د لویې څارنوالۍ له ښځو د ملاتړ(جنډر) ریاست رییسې، د دغه روزنیز پروګرام موخه د جنډر د مفاهیمو، جنډر ته د ځوابویونکې بودجې او د ښځو او ماشومانو د زورونې د مخنیوي قانون په هکله پوهاوی وباله. د میرمن حیدري په خبره دغه یو روزنیز پروګرام دی او له ګډونوالو یې وغوښتل ترڅو یاد پروګرام کې فعاله ونډه واخلي.
میرمن حیدري د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه:« دغه ریاست هڅه کوي ترڅو دغه ډول روزنیز پروګرامونه د نورو ریاستونو کارکوونکو ته هم وغځوي.» هغې همداراز د ملل متحد پراختیا ادارې(UNDP)، څخه هم مننه وکړه، چې له دغه پروګرامه یې ملاتړ کړی دی.
د یادونې وړ ده، چې د لویې څارنوالۍ له ښځو د ملاتړ ریاست څه موده مخکې د لوګر، کاپیسا، پروان، میدان وردګ او پنجشیر ولایتونو د استیناف څارنوالیو شلو کارکوونکو ته او همدا راز یې د لویې څارنوالۍ د ښځو د زورونې د مخنیوي څارنوالۍ عمومي ریاست شلو کارکوونکو ته د جنډر او د ښځو او ماشومانو د زورونې د مخنیوي قانون په هکله د پوهاوي روزنیز پروګرام جوړ کړې و.