د حکومتولۍ سکټور کمېټې د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره ولیدل

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د حکومتولۍ سکټور کمېټې مشر مفتي صفي الرحمن خالد د بهرنیو چارو وزارت له وزیر مولوي امیرخان متقي او ځینو نورو مسلکي مسوولانو سره تعارفي ناسته کړې او پر اړینو موضوعاتو یې خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې چې د ۱۴۴۴ کال رمضان المبارک میاشتې پر ۲۴ ترسره شوې، د امیرالمومنین د ۳۲ ګڼې فرمان په اړه چې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست دندې او واکونه روښانه کوي، بحث او خبرې شوې دي.
په دې لیدنه کې د حکومتولۍ سکټور کمېټې مشر مفتي صفي الرحمن خالد اړوند چاراکو ته په اشارې وویل چې د ا.ا.ا د مشرتابه د فرمانونه په پلیتابه کې همکاري وکړي.
ورته مهال د بهرنیو چارو وزرات چارواکو د ا.ا.ا مشرتابه د فرمانونو او حکمونو د پلي کولو ډاډ تر څنګ ویلي، د بهرنیو چارو وزرات کارکوونکي ژمن دي تر څو د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سره په دې برخه کې ګډ کار وکړي.
ياده دې وي، چې د فرمانونو او احکامو د تعقيب او نظارت لوی رياست په بېلابېلو سکټورونو کې د ا.ا.ا د مشرتابه د فرامينو او احکامو د تعقيب په موخه کمېټې جوړې کړې دي او عملاً يې خپلې چارې پېل کړې دي.