د ختیځ زون ولایتونو د څارنوالیو د کړنو ارزونه پیل شوه
هغه پلاوی چې د لویې څارنوالۍ د رهبرۍ په هدایت د هېواد د ختیځ زون څارنوالیو د ارزونې په موخه استول شوی و، د ۱۳۹۸ کال د وري پر ۱۳ کنړ ولایت ته ورسېد. دغه پلاوی چې د کنترول او مراقبت، تفتیش، بشري سرچینو، د احکامو پر تنفیذ او پر حبس د بدیل او مالي او اداري چارو ریاست له استازیو تشکیل شوی، په عسکري چارو کې د لوی څارنوال د مرستیال ډګر جنرال څارنپوه عبدالفتاح عزیزي په مشرۍ یې د هېواد ختیځ زون ته سفر کړی دی.
دغه پلاوي د څارنوالۍ د بېلابېلو څانګو د کړنو د ارزونې تر څنګ له سیمه ییزو دولتي مسؤولانو، د ولایتي شورا له غړو، علماوو، قومي سپین ږیرو، د مدني ټولنو له غړیو او ځوانانو سره هم ولیدل.
په عسکري چارو کې د لوی څارنوال مرستیال څارنپوه عبدالفتاح عزیزي د کنړ ولایت د بېلابېلو برخو او سیمه ییزو مسؤولانو سره د لیدنې پر مهال، په ولایتونو کې د قانون د تطبیق، د عدالت د ټینګښت او له اداري فساد سره د مبارزې د څرنګوالي نظارت او د لویې څارنوالۍ او نورو دولتي او نادولتي ادارو تر منځ د همغږۍ رامنځ ته کول د یاد سفر موخه وبلله.

ښاغلي عزیزي زیاته کړه، چې لویه څارنوالۍ تل د هېوادوالو له حقونو او ازادیو څخه پر دفاع او د قانون په یو شان تطبیق او د عدالت پر ټینګښت ټینګار کوي. د لوی څارنوال د مرستیال په باور، د څارنوالیو، محکمو او نورو اړوند بنسټونو تر منځ همغږي او د خلکو او مدني ټولنو همکاري د قانون د تطبیق او د عدالت د ټينګښت په برخه کې اغېزناک رول لوبولای شي.
له بلې خوا د کنړ ولایت مدني ټولنو، قومي سپین ږیرو او ځوانانو د عدلي او قضایي ادارې په ځانګړې توګه د لویې څارنوالۍ له کړنو رضایت وښود او د قانون په یو شان تطبیق او د معافیت فرهنګ په له منځه وړلو یې ټينګار وکړ.
همداراز یاد شوي پلاوي د کنړ ولایت له بندخونې لیدنه کړې او د بندیانو روغتیایي او د ژوند کولو وضعیت یې هم تر ارزونې لاندې نیولی دی.
د دغه پلاوي رئیس د کنړ ولایت د څارنوالۍ له کارکوونکو سره په یوه ناسته کې دوی ته په اشارې سره وویل: «له هېوادوالو سره باید په پوره حوصله مندۍ، عزت او کرامت چلن وکړئ او د دوی قانوني شکایتونه واورئ او پر وخت ورته لاسرسی وکړئ.» نوموړي زیاته کړه، د لویې څارنوالۍ د کارکوونکو او څارنوالانو اجراات او چلن په یاده اداره د خلکو پر باور مستقیم اغېز کوي او دې مسلې ته باید تل جدي پاملرنه وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې د لویې څارنوالۍ له بېلابېلو څانګو څخه یو بل پلاوي هم په همدې موخه د هېواد جنوب زون ولایتونو ته سفر کړی دی.
