د خلکو باور هغه وخت ترلاسه کېدای شي چې په ټولو ادارو کې د دوی د استازولۍ اصل ته پاملرنه وشي

ago_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۱ - ۱۶:۵۵
فرید حمیدی

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي، د معلولینو د نړیوالې ورځې د نمانځنې پروګرام کې چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې جوړ شوی و وویل، افغانستان بېلابېل ولایتونه، قومونه، فرهنګونه، معلولین او رنګارنګ قشرونه لري؛ نو ادارې باید داسې شرایط په پام کې ونیسي څو د افغانستان ټول خلک خپل ځانونه په یادو ادارو کې وویني.

په دغه پروګرام کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون رئیس احمد نادر نادري، د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رئیس شهرزاد اکبر، د یادو دوو کمېسیونونو کمېشنرانو او ځینو معلولینو د هېواد لوی څارنوال ته د معلولینو د ګمارنې برخه کې د یادې ادارې د ښو اجرااتو په موخه تندیس ډالۍ کړ.

دا پروګرام د هېواد د لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون د رئیس احمد نادر نادري، د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رئیس شهرزاد اکبر، د یادو دوو کمېسیونونو د کمېشنرانو او د ځینو معلولینو په حضور د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ پر لسمه د اداري اصلاحلاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې تر سره شو.

ښاغلي حمیدي په دغه پروګرام کې وویل، چې کار ته ارزښت ورکول د ټولو بنسټونو د ملاتړ او هڅونې سبب کېږي او دا زموږ سره مرسته کوي څو د ټولو هېوادوالو د حقونو د خوندیتوب په موخه په لا اصلاحاتو تمرکز وکړو.

farid hamidi

د هېواد د لوی څارنوال په باور، د خلکو د زړونو له ترلاسه کولو پرته حکومت کول ناشونی دی. لومړنۍ اصل چې دولتي او نادولتي ادارې یې باید په پام کې ونیسي، د باور جوړونې له لارې د خلکو د زړونو ترلاسه کول دي. د نوموړي په خبره، قانون، فرمان او کړنلاره په یوه شیبه کې پر یوه لاسلیک سره صادېریږي، خو تر ټولو مهمه د هغه د تطبیق او فرهنګ ګرځولو مسله ده چې باید رامنځته شي.

لوی څارنوال زیاته کړه، دا ښکاره ده چې روزنیز او تعلیمي نصابونه په یو هېواد کې جوړېږي، خو په دې برخه کې د انسان دوستۍ، یو بل منلو، عزت، حیثیت، انساني کرامت او د یو بل د ازادۍ او حقونو د رعایتولو فرهنګ را ژوندي کول تر ټولو اړینه مسله ده، تر څو هر څوک وکولای شی خپل مسؤولیت او مکلفیت په په پوره لیوالتیا او مینه ترسره کړي.

د ښاغلي حمیدي په خبره، افغانستان کې ډېرۍ موارد بیا کتنې ته اړتیا لري. هغه وخت چې موږ دولت یادوو، د خلکو په ذهن کې یو غوسه ناک، جابر، قادر او امر قدرت ګرځي، پداسې حال کې چې دولت یوازې د یو منسجم سازمان او تشکیل په درلودلو سره د خلکو د خدمت کولو لپاره کار کوي.

نوموړي همداراز زیاته کړه، افغانستان کې اساسي قانون تر ټولو لوړ تقنیني سند دی چې د دولت حدود، واکونه او دندې ټاکي، خو اساسي قانون باید داسې تعریف شي: «اساسي قانون تر ټولو لوړ تقنیني سند دی چې د خلکو د حقونو او ازداۍ د تعریف تر څنګ د دوی په ازادۍ او حقونو کې د دولت د لاسوهنې حدود ټاکي.» د هغه په خبره، اساسي قانون د خلکو د حقونو او ازادیو ملاتړ کوي او دولتي بنسټونه یې پر تطبیق مسؤول دي.

farid hamidi

په دولتي ادارو کې له مراجعینو سره د ښه چلند فرهنګ رامنځته کول یوه بله اړینه مسله وه چې لوی څارنوال پرې ټينګار وکړ.

نوموړي زیاته کړه: «کله چې یو افغان دولتي ادارې ته مراجعه کوي، د خپل کار د ترسراوي په موخه یې مراجعه کړې، باید د یو اړمند په توګه ورسره چلند ونه شي؛ بلکې د یو حقدار افغان په توګه باید ورسره په درناوي او عزت چلند وشي او اداره هم مکلفه ده چې مراجعینو ته پوره پاملرنه وکړي او باور یې ترلاسه کړي.

په ملکي خدمتونو کې د معلولو کسانو د ګمارنې د کړنلارې تنفیذ، د معلولینو د حقونو د ترلاسي لپاره یو مثبت ګام دی.

دا کړنلاره د ملکي خدمتونو په بستونو کې د معلولینو د ګمارنې او له یاد قشر سره د هر ډول تبعیض پرته د دوی له استعدادونو او وړتیاوو څخه د ګټې اخېستنې په موخه وضع شوې ده. د یادې کړنلارې پر بنسټ به معلولین په ټولو دولتي ادارو کې له خپلې درې سلنې ونډې برخمن شي.

د هېواد لوی څارنوال زیاته کړه: «د هغه پروګرام له مخې چې لویه څارنوالي پرې کار کوي، دا سلنه به راتلوونکي کال کې تر ټولو کمه کچه وبلل شي.»

په ورته مهال کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون رئیس احمد نادر نادري وویل، چې د هېواد د ملکي خدمتونو بنسټ مکلف دی چې د معلولینو د ګمارنې دا کړنلاره سر له ننه په پوره امانتدارۍ سره رعایت کړي.

د ښاغلي نادري په خبره، معلولین له لوړو ظرفیتونو او وړتیاوو برخمن دی چې له امله یې د دوی فزیکي محدودیت له منځه ځي. د هغه په خبره: «د معلولینو ظرفیتو او وړتیاوو ته پاملرنه یوه اړتیا ده او د یوې مسؤولې، مهربانې او عادلې ټولنې په توګه دا زموږ مسؤولیت دی چې د یاد قشر حقونه خوندي کړو.»

له بلې خوا د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون کمېشنرې بنفشې یعقوبي له لویې څارنوالۍ مننه وکړه، چې په دغې برخه کې یې د پام وړ ګمارنې کړې دي او زیاته یې کړه چې د معلولینو د ګمارنې برخه کې لویه څارنوالي د نورو ادارو په منځ کې یوه غوره بېلګه بلل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد لویې څارنوالۍ د یادې ادارې په بېلابېلو اداري او مسلکي برخو کې شاو خوا ۶۰ معلولین ګمارلي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۴:۳۹
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو له واردولو د مخنیوي لپاره د مؤظف پلاوي ناسته جوړه شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ ناسته د مؤظفې کمېټې د غړو په ګډون د امارتي ادارو او وزارتونو د معیننانو په حضور کې جوړه شوه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۳:۳۸
Background image

له ایران څخه د افغان بندیانو د لېږد دوام؛۱۹۹ افغان بندیان د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شول

له بهر څخه د افغان بندیانو د انتقال کمېټې په کوښښ چې مشري یې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رییس مولوي شمس الدین شریعتي کوي د نورو اړوندو ادارو له استازو سره په ګډه چې د دغې. . .

BACK TO NEWS