د خوست استیناف څارنوالۍ ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

ago_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱ - ۱۶:۲۱
khost

دغه ودانۍ د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د انکشافي بودجې په مټ، چې ۳۹ میلیونه افغانۍ پرې لګښت راغلی، د څلورو پوړونو  په درلودلو سره  په اتلسو میاشتو کې بشپړه او د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ په دیرشمه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د یادې ودانۍ د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د لویې څارنوالۍ مالي او اداري چارو مرستیال وحیدالدین ارغون، د خوست والي محمد حلیم فدایي، د لویې څارنوالۍ ځینو رییسانو، د یاد ولایت امنیه قومندان، د ولایتي شورا غړو او د یاد ولایت ځینو  مسوولانو ګډون کړی و.

arghone

د لویې څارنوالۍ مالي او اداري چارو مرستیال وحیدالدین ارغون په دغې غونډه کې وویل، چې دغه اداره له فساد سره د مبارزې په برخه کې جدي ده او هڅه کوي چې یاده پدیده له منځه یوسي. ښاغلي ارغون همدا راز په څارنوالۍ کې د اصلاحاتو او د خلکو شکایتونو ته په رسیدنې هم ټينګار وکړ او زیاته یې کړه:« د خوست استیناف څارنوالۍ کې د نورو اصلاحاتو په موخه به څارنوالانو او کارکوونکو ته د ورکشاپونو او روزنې زمینه برابره کړي.» د لویې څارنوالۍ مالي او اداري مرستیال د خوست له والي هم مننه وکړه، چې د یاد ولایت په ادارو کې یې وړ اصلاحات رامنځته کړي دي.

wali

د خوست والي محمدحلیم فدایي په دغې غونډه کې له عدلي او قضایې بنسټونو سره د عدالت په ټينګښت کې د مرستې ژمنه وکړه او  زیاته یې کړه: «مسوولیت پېژنده او د عدالت ټینګښت په ټولنه کې اصلاح، امنیت او پایښت راولي او ترڅنګ یې د دولت ستنې قوي کوي.» هغه همداراز د خوست استیناف څارنوالۍ لپاره د ودانۍ جوړېدل مهمه اړتیا وبلله.

له بلې خوا د یاد ولایت د ولایتي شورا غړو او د علماو شورا ريیس په دغې غونډه کې د خوست استیناف څارنوالۍ ودانۍ د عدالت د ټينګښت په موخه مهمه وبلله او د لویې څارنوالۍ له رهبرۍ یې مننه وکړه، چې یاده ودانۍ یې جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارله.

nnn

د یادونې وړ ده چې څه موده مخکې د لغمان، کاپیسا او دایکندي استیناف څارنوالیو ودانۍ هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS