د خوست او لغمان د استیناف څارنوالیو ودانۍ ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي تل هڅه کوي، چې د عدالت ټینګښت، د اداري کارونو د بهیر چټکتیا او د یادې ادارې کارکوونکو او مراجعینو ته د اسانتیاوو د برابرونې لپاره مناسب کاري او خوندي چاپېریال برابر کړي. یادې ادارې په ۱۳۹۸ مالي کال کې د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخېستلو د سلمې کلیزې په مناسبت او عدالت ته د خلکو د ښه لاسرسي په موخه هڅه کړې، چې ولایتي استیناف څارنوالیو ته مناسب کاري دفتر جوړ کړي. په همدې موخه یې د خوست او لغمان د استیناف څارنوالیو د کاري دفترونو کارونه په لنډ مهال کې بشپړ کړې او ګټې اخېستنې ته سپارل شوي دي. همداراز د کاپیسا، ډایکنډي او نورستان استیناف څارنوالیو د ودانیو کارونه به هم په نږدې راتلوونکو کې بشپړ شي.
د لویې څارنوالي د مالي او اداري چارو مرستیالۍ د راپور پر بنسټ، د خوست او لغمان استیناف څارنوالیو د ودانۍ د جوړونې کارونه د ۱۸ میاشتو په اوږدو کې سل سلنه بشپړ شوي دي. یاد راپور ښیي، چې د خوست استیناف څارنوالۍ پر ودانۍ ۳۴ میلیونه او ۶۸۷ زره او ۴۲۰ افغانۍ او د لغمان د استیناف څارنوالۍ پر ودانۍ ۲۸ میلیونه ۸۹۶ زره او ۹۸۵ افغانۍ لګښت راغلی، چې له انکشافي بودیجې څخه ورته ورکړل شوې دي.
همداراز په انکشافي بودیجه سره، د کاپیسا د استیناف څارنوالۍ وداني په ۲۸ میلیونه او ۲۳۶ زره او ۳۷ افغانیو جوړه شوې، چې ۹۵ سلنه کارونه یې بشپړ شوي دي.
همداراز د ډایکنډي د استیناف څارنوالۍ د ودانۍ کارونه ۹۲ سلنه او د نورستان استیناف څارنوالۍ د ودانۍ کارونه ۸۰ سلنه بشپړ شوي دي.
د مالي او اداري چارو مرستیالۍ د راپور له مخې، له انکشافي بودیجې څخه د ډایکنډي د استیناف څارنوالۍ د ودانۍ جوړونې لپاره ۳۶ میلیونه او څلور زره او ۱۱۵ افغانۍ او د نورستان د استیناف څارنوالۍ ودانۍ جوړونې ته ۴۴ میلیونه او ۴۰۱ زره او ۳۲۵ افغانۍ ځانګړې شوې دي.