د خوست له زندان څخه ۲۶ تنه بندیان ازاد شول
دغه بندیان د جمهوري ریاست د بښنې او بند مودې کمونې فرمان له مخې، چې د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو د سلمې کلیزې او لوی اختر په ویاړ صادر شوی و، د ۱۳۹۸ کال د لړم پر دویمه له بنده خوشې او د دوو نورو د بند موده کې کموالی راغی.
د دغو بندیانو د ازادیدو په غونډه کې د خوست استیناف څارنوالۍ رییس رحیم الله رامح، د یاد ولایت د محبس مدیر او مسوولینو او د جمهور رییس د بښنې او بند مودې کمونې فرمانونو د تطبیق غړو ګډون کړې و.
د خوست د استیناف څارنوالۍ رییس، د دغو بندیانو د ازادېدو په غونډه کې هغو ته په اشارې سره وویل: «هغه څوک چې بیا د جرم مرتکب شي، بیا ځلي به له ورته فرمانونو بې برخې وي؛ نو تاسې هڅه وکړئ، چې سالمه بوختیا غوره او له قانون سره سم ژوند وکړئ.» ښاغلي رامح همدارنګه زیاته کړه، چې زندان د زجر ورکولو ځای نه دی؛ بلکه د اصلاح ځای دی او هغه څوک چې عامه نظم ګډوډوي، حکومت مکلف دی، چې د هغوي پر وړاندې اقدام وکړي.
له بلې خوا ازادو شویو بندیانو پر خپلو تېرو کړنو پښېماني وښوده او زیاته یې کړه، چې بیا به د قانون خلاف کړنې و نه کړي. هغوي همدارنګه د خوست استیناف څارنوالۍ او د دغه ولایت د محبس مدیریت د مسوولینو له ښه چلنده هم ځانګړې مننه وکړه.