د خوست ولایت د استیناف، عسکري او ملي امنیت څارنوالانو کړنې وارزول شوې

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د لوی څارنوال په هدایت د کورنیو او بهرنیو جرمونو پروړاندې د مبارزې څارنوالۍ عمومي رییس برید جنرال شمسالله احمدزي په مشرۍ پلاوي د ۱۳۹۸ کال د وري پر دیارلسمه، د خوست ولایت د استیناف، عسکري او ملي امنیت څارنوالیو څخه لیدنه وکړه.
دغه پلاوي په پیل کې د خوست ولایت له والي محمدحلیم فدایي سره ولیدل. په دغه لیدنه کې ښاغلي احمدزي وویل، چې لویه څارنوالي په ټولنه کې د قانون ټینګښت او د ټولنیزعدالت په برخه کې هڅه کوي. هغه ټینګار وکړ، چې سیمه ایزې څارنوالۍ باید د هېوادوالو د انساني کرامت ته درناوی ولري او د عدالت ټینګښت، د قانون حاکمیت او له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې پوره هڅه وکړي.
د کورنیو او بهرنیو جرمونو پر وړاندې د مبارزې څارنوالۍ عمومي رییس، د ولایت مقام، سکتوري ادارې، مدني ټولنې، ملي او سیمه ایزې رسنۍ وهڅولې، چې له عدلي او قضايي ادارو سره د عدالت د ټينګښت په برخه کې پوره همغږي ولري. هغه زیاته کړه: «همغږي کولې شي د قانون د تطبیق، له اداري فساد سره د مبارزې او له ښې حکومتولۍ سره مرسته وکړي.» د ښاغلي احمدزي په خبره لوی څارنوالۍ د هېوادوالو د شکایتونو د اوریدو لپاره د «۱۸۰» شمېره جوړه کړې ده، ترڅو هېوادوال وکولې شي خپل شکایت ثبت کړي.
د خوست ولایت والي محمدحلیم فدایي، د لوی څارنوالۍ له کړنو او اجراآتو څخه خوښي وښوده او زیاته یې کړه:« د لویې څارنوالي دغه کړنې ښیې، چې دغه اداره له اداري فساد سره د مبارزې، د قانون حاکمیت او د عدالت ټینګښت په برخه کې جدي هڅه کوي.» ښاغلي فدایي، د خوست ولایت د استیناف، عسکرۍ او ملي امنیت څارنوالیو څخه هم خپل ملاتړ وکړ او د دغې ادارې پر بېپرېتوب یې هم ټينګار وکړ.
له بلې خوا دغه پلاوي په یوې جلا لیدنه کې د خوست ولایت د امنیه قومندان سره ولیدل. په دغه لیدنه کې ښاغلي احمدزي له امنیتي ځواکونه وغوښتل، چې د دغه ولایت د څارنوالیو دفترونو او د څارنوالانو د امنیت خوندیتوب ته پاملرنه وکړي. هغه د قانون ټينګښت او د ټولنیز عدالت په ترویج کې د دغو ادارو پر همغږۍ هم ټينګار وکړ.
د خوست ولایت امنیه قومندان هم د څارنوالانو د امنیت ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې امنیتي او کشفي ځواکونه به څارنوالۍ ته په وخت سره قضیې لېږي. د هغه په خبره د خوست ولایت امنیه قومندانۍ د دغه ولایت د استیناف، عسکرۍ او ملي امنیت څارنوالیو سره په پوره همغږۍ کار کوي، ترڅو په ټولنه کې قانون پلې او عدالت تأمین شي.
همدا راز له مرکزه رالېږل شوي پلاوي د دغه ولایت له مدني ټولنو او د سیمه ایزو رسنیو له استازو سره هم ولیدل. په دغې لېدنې کې ښاغلي احمدزي وویل، چې لویه څارنوالي د بیان پر آزادۍ باوري ده. هغه همداراز زیاته کړه: « مدني ټولنې او رسنۍ د خلکو او حکومت تر منځ د یو پل حیثیت لري.» هغه د عدالت د ټينګښت په برخه کې له دغو استازو وغوښتل، چې له لویې څارنوالۍ سره همکاره او همغږی شي.
د مدني ټولنو او سیمهایزو رسنیو استازو هم دغې ادارې ته ډاډ ورکړ، چې په حقوقي برخه کې به د رسنیو له لارې د خلکو پوهاوی لوړ کړي. د هغو په خبره له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې له لویې څارنوالۍ سره په ګډه کار کوي، ترڅو په ټولنه کې قانون پلی شي.
دغه پلاوي د خوست ولایت د توقیف خونې او محبس څخه هم لیدنه وکړه. د دغې لیدنې په ترڅ کې بریدجنرال شمس الله احمدزي، د محبس مسؤولانو ته هدایت وکړ، چي د قانون مطابق بندیانو ته په محبس کې د ښوونې زمینه برابره کړي. هغه همداراز د محبس مسؤولانو ته محبس کې دننه د یو کتابتون د جوړېدو هدایت هم ورکړ.
د یادونې وړ ده، چې دغه پلاوي د خوست ولایت د استیناف، عسکري او ملي امنیت له څارنوالیو هم له نږدې لېدنه وکړه او د یادو څارنوالیو کړنې یې له نږدې وارزولې. د یاد پلاوي رییس د دغو څارنوالیو له کارکوونکو وغوښتل، چې له مراجعینو سره ښه چلند وکړي. سربېره پر دې یې ټينګار وکړ، چې قضیو ته پر وخت باید رسیدګي وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د لوګر او پکتیا د استیناف، عسکري او ملي امنیت څارنوالیو د کړنو د ارزولو په موخه یو پلاوی له مرکزه تللی و او د یادو څارنوالیو بېلابېلې برخې یې له نږدې ارزولې وې.