د دعوت او ارشاد تعلیمي نصاب ازموینه واخیستل شوه

yama_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۱۱:۴۷
دعوت او ارشاد

د ا.ا.ا امربالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د دعوت او ارشاد چارو د انسجام عمومي ریاست د حکم پر بنسټ، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له مرکزي کارکوونکو څخه د دعوت او ارشاد تدریس شوي نصاب (د اسلام اساسات) ازموینه واخیسته.

دا ازموینه د ۱۴۴۶ ه.ق کال د ربیع‌الاول پر ۲۹ (د ۱۴۰۳ کال د تلې پر ۱۱) اخیستل شوې ده.

په دې ازموینه کې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دارالامان، شهرنو، بنايي، صدارت څلورلارې او قصبې ودانیو کارکوونکو ګډون کړی و.

د دغې ازموینې پوښتنې د (عقایدو) لومړې او د (طهارت) له دویمې برخې څخه راغلې وې. دا برخې د دغې ادارې کارکوونکو ته تدریس شوې وې.

 نوموړي ریاست د لا اسانتیا لپاره د ازموینې پوښتنې په دري او پښتو ژبو جوړې کړې وې.

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست مسوولانو ویلي چې په دې ازموینه کې یو زر او ۱۳۶ ملکي او نظامي کارکوونکو (مسلکي، اداري او خدماتي) ګډون کړی وو.

اخوا، د امربالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د دعوت او ارشاد چارو د انسجام عمومي ریاست استازي په وزارتونو او مستقلو امارتي ادارو کې د دعوت او ارشاد ریاستونو د جوړېدو په اړه خبرې وکړې او د دعوت او ارشاد د درسونو پر ارزښت یې ټينګار وکړ.

د یادونې ده چې د دغې ادارې د دعوت او ارشاد ریاست پروسږکال هم د پخواني نصاب (د دعوت او ارشاد مختصر نصاب) ازموینه اخیستې وه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۴:۳۹
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو له واردولو د مخنیوي لپاره د مؤظف پلاوي ناسته جوړه شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ ناسته د مؤظفې کمېټې د غړو په ګډون د امارتي ادارو او وزارتونو د معیننانو په حضور کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS