د دعوت او ارشاد له مختصر نصاب څخه ازموینه واخیستل شوه

yama_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۷ - ۱۳:۷
د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست، د دغې ادارې له کارکوونکو څخه د دعوت او ارشاد نصاب له تدریس او بشپړولو وروسته ازموینه واخیستله. دا نصاب د امر بالمعروف، نهی عنی المنکر او شکایتونو د اورېدو محترم وزارت له خوا د وزارتونو او مستقلو امارتي ادارو د دعوت او ارشاد ریاستونو لپاره جوړ شوی او د دغه ریاست په ګډون یې ټولو وزارتونو او مستقلو امارتي ادارو د دعوت او ارشاد ریاستونو ته په رسمي ډول استولی دی.

دا ازموینه سه‌شنبه او چهارشنبه (د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د شعبان المعظم پر ۲۳ او ۲۴چې د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د کب ۱۵ او ۱۶ کېږي) د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دارالامان، شهرنو، بنايي او صدارت څلورلارې په ودانیو کې د دغې ادارې له کارکوونکو واخیستل شوه.

په دې ازموینه کې د ملکي او نظامي کارکوونکو په ګډون شاوخوا یو زر او ۶۵۴ مسلکي، اداري او خدماتي کارکوونکو ګډون کړی و.

د ازموینې په پېل کې د امر بالمعروف، نهی عنی المنکر او شکایتونو د اورېدو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس محترم مولوي محمدیحیی عارف چې د دغه وزارت په استازولۍ د ازموینې د څارنې په موخه راغلی و، د دې ازموینې پر روڼتیا ټينګار وکړ.

مولوي محمدیحیی عارف زیاته کړه چې د ا.ا.ا د جهاد عمده موخې په افغانستان کې د اشغال خاتمه وه چې په وینا یې، دا موخه ترلاسه شوه. نوموړي د جهاد دویمه موخه په افغانستان کې د اسلامي نظام پلي کول وښودل.

 د امر بالمعروف، نهی عنی المنکر او شکایتونو د اورېدو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس زیاته کړه: «د ا.ا.ا د جهاد دوه لویې او عمده موخې وې: د اشغال خاتمه او په افغانستان کې د اسلامي نظام پیاده کول. الحمدلله د جهاد په برکت مو خاوره له اشغاله خلاصه شوه. د امیرالمومنین حفظه‌الله د حکم او پرېکړې له مخې باید په هر وزارت او امارتي ادارې کې د دعوت او ارشاد ریاست رامنځته شي، څو کارکوونکو ته هغه مسایل بیان کړي چې پر هغوی فرض عین دي.»

مولوي محمدیحیی عارف د دغې ادارې له کارکوونکو غوښتنه وکړه، څو په هغو ناستو او پروګرامونو کې چې د دعوت او ارشاد ریاست له لوري جوړېږي، برخه واخلي.

ورته مهال، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد رییس محترم مولوي عبدالاحد احمدي د امر بالمعروف، نهی عنی المنکر او شکایتونو د اورېدو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس له راتګه مننه وکړه او د ازموینې د روڼتیا په اړه یې ډاډ ورکړ.

مولوي عبدالاحد احمدي ټينګار وکړ چې دا ریاست هڅه کوي، څو ورسپارل شوی نصاب په سم او بشپړ ډول پلی کړي.

د يادونې وړ ده چې د دعوت او ارشاد رياست دغه ازموينه د مهال وېش او درسي نصاب سره سم کارکوونکو ته د ازموينې د وخت له خبرتيا وروسته اخیستې ده. نوموړي ریاست د اسانتیا لپاره د ازموینې پاڼې په پښتو او دري ژبو چمتو کړې وې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۴:۳۹
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو له واردولو د مخنیوي لپاره د مؤظف پلاوي ناسته جوړه شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ ناسته د مؤظفې کمېټې د غړو په ګډون د امارتي ادارو او وزارتونو د معیننانو په حضور کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS