د دفاعي او امنیتي ځواکونو کم او زیات ۱۰۰۰ بندیان له بند څخه آزادېږي

ago_admin
جمعه ۱۳۹۸/۵/۱۸ - ۱۰:۳۹
jamshid rasooli

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي، د ۱۳۹۸ کال د زمري پر ۱۷ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل، چې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو کم زیات ۱۰۰۰ بندیان د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخېستلو په مناسبت له بندخونو څخه آزادیږي.

ښاغلي رسولي په دغه کنفرانس کې وویل، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي قضیو ته پر رسیدګۍ، د قضیو پر څېړنه او په محکمو کې پر تورنو کسانو د دعوې پر اقامه سربېره، د هېوادوالو له ازادۍ او حقونو دفاع خپل بنسټیز مسؤولیت ګڼي.

د لویې څارنوالۍ ویاند زیاته کړه: «د هېوادوالو آزادۍ او حقونو ته د درناوي په پار د جمهوري ریاست د بخښنې او بند مودې کمونې فرمان له صادرېدو سره سم د هېواد په زندانونو کې تطبیق کېږي. یاده موضوع ښيي، چې په لویه څارنوالۍ کې نوي اصلاحات راغلي او د ورته فرمانونو د تطبیق په برخه کې له نویې کړنلارې کار اخلي.»

د نوموړي په خبره، دا فرمان یوازې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته (هغه کسان چې د هېواد د خپلواکۍ او بشپړ ساتلو لپاره د دښمن په مقابل کې په زړورتیا سره مبارزې کوي)؛ ځانګړی شوی دی.

د رسولي په خبره، څه موده وړاندې د قانون د حاکمیت او له اداري فساد سره د مبارزې د عالي شورا د مصوبې پر بنسټ، د لویې څارنوالۍ د استازي په مشرۍ د سترې محکمې، مالیې وزارت، کورنیو چارو وزارت، د ملي امنیت د عمومي ریاست، د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون او د محبسونو او توقیفخونو د عمومي ریاست له استازو څخه ګډ کمېسیون جوړ شو.

یاد کمېسیون ته دنده ورکړل شوه، ترڅو د هېواد د ۳۴ ولایتونو له ازادۍ محرومو ځایونو کې د ټولو کسانو دوسیې وڅېړي او هغه کسان وپېژني چې د بخښنې وړ دي. د هغه په خبره، د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخېستلو(د زمري ۲۸) په مناسبت، د هېواد لویې څارنوالۍ جمهوري ریاست ته، د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو ته د درناوي په پار، چې د هېواد د آزادۍ او خپلواکۍ لپاره د دښمن په مقابل کې د خپلو وینو په قېمت په زړورتیا سره دفاع کوي؛ ځانګړې طرحه وړاندې کړې ده، ترڅو د جمهوري ریاست له مقام څخه د دفاعي او امنیتي ځواکونو د بندیانو د آزادولو په موخه ځانګړی فرمان تر لاسه کړي.

د لویې څارنوالۍ د ویاند په خبره، د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه ټولټال یو زره او ۶۰۴ کسان بندیان دي. له یاد شمېر کسانو څخه ۹۴۵ کسان ملي پولیس، ۴۵۵ ملي اردو، ۸۳ د ملي امنیت کارکوونکي او ۱۱۲ نور سرحدي او سیمه ئیز پولیس دي.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه: «تمه ده چې د یاد فرمان له مواصلت وروسته به یاد شمېر بندیان آزاد شي.»

د یادونې وړ ده، چې د یاد فرمان له مخې هغه زندانیان آزادیږي، چې بخښنه او د بند موده کمونه یې قانوني بڼه ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۴:۳۹
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو له واردولو د مخنیوي لپاره د مؤظف پلاوي ناسته جوړه شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ ناسته د مؤظفې کمېټې د غړو په ګډون د امارتي ادارو او وزارتونو د معیننانو په حضور کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS