د راپور او پلان جوړونې روزنیز پروګرام پيل شو

hdsadmin
دوشنبه ۱۳۹۷/۲/۱۰ - ۱۴:۵۱
21

د لويې څارنوالۍ د بشري سرچینو د پراختیا عمومي ریاست، د ظرفیت لوړونې آمریت د دغې ادارې د آمرانو لپاره د راپور او پلان جوړونې روزنیز پرورګرام د ۱۳۹۷ کال د غويي پر لسمه پيل کړ.

په دغه پروګرام کې به هغو آمرانو ته چې د CBR پروسې له لارې په دغه اداره کې په دنده ګومارل شوي، روزنه ورکړل شي.

په نوموړي پروګرام کې یو تن ګډونوال عبدالصمد اندړ دا ډول پروګرامونه د دفتري کارونو په ښه ترسراوي کې خورا ګټور وبلل.

ښاغلي اندړ زیاته کړه: «د دغه روزنیز پروګرام په مرسته موږ وکولای شول، چې په عملي ډول پلان جوړونه او همداراز راپور جوړونه زده کړو.»

د یادونې وړ ده، چې د راپور او پلان جوړونې دا روزنیز پروګرام به دوه ورځې دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS