د عالي شورا شپږمه ناسته جوړه شوه

yama_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۵ - ۱۵:۲۶
لوی رییس نظازت و تعقیب فرامین و احکام

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د عالي شورا شپږمه غونډه د دغې ادارې د سرپرست محترم مولوي شمس الدین شریعتي په مشرۍ جوړه شوه.

د عالي شورا په دې غونډه کې په ملکي او مالي او اداري چارو کې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست مرستیالانو او د دغې ادارې رییسانو ګډون کړی و.

شورای عالی

دا غونډه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د شعبان المعظم پر ۱۳ چې د ۱۴۰۲ کال د کب میاشتې له پنځمې سره برابره ده، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دارالامان ودانۍ د عالي شورا د غونډو په تالار کې جوړه شوه.

یاده غونډه د قرآنکریم په تلاوت پېل شوه.

شورای عالی

په دې غونډه کې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست محترم مولوي شمس الدین شریعتي په خپلو مقدماتي خبرو کې د امارتي اداراتو ترمنځ پر همغږۍ ټينګار وکړ او اړوندو برخو ته یې هدایت ورکړ څو خپلې دندې د نافذه قانون له مخې پرمخ یوسي.

وروسته د اجنډا له مخې، د دغې ادارې نظارتي قراررونو فارمټ او د صورت دعوی فارمټ باندې هر اړخیز بحث وشو او لازمې پرېکړې وشوې.

شورای عالی

د عالي شورا غړو له ارزونې او دقیق غور وروسته، د نظارتي قراررونو فارمټ او د صورت دعوی فارمټ په پرنسيپ کې تایید کړ او دا یې د ناظرانو ترمنځ د واحدې رویې په رامنځته کولو کې مهم وبلل.

د عالي شورا غونډه د خیر په دعا پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

BACK TO NEWS