د عامه نظم پخوانی عمومي قوماندان په درې کاله بند محکوم شو

Hussain_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۸ - ۱۱:۱۱
ago

د عامه نظم پخوانی عمومي قوماندان په درې کاله بند محکوم شو

د کورنیو چارو وزارت د عامه نظم پخوانی عمومي قوماندان پاسوال زمری پیکان له دندې د ناوړه ګټې اخیستنې په تور د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې پر اتمه له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د استیناف محکمې له خوا په مجازاتو محکوم شو.

د مؤظف څارنوال د صورت دعوا پر بنسټ، زمري پیکان په غیرقانوني توګه خپل زوی پر دنده ګمارلی دی او نظامي پرسونل او تجهیزات یې په واک کې ورکړي دي. په پایله کې یې زوی د دغو امکاناتو له ګټې اخیستنې وروسته د ۱۳۹۵ کال کې د کابل ولایت استالف ولسوالۍ ته ځي او د موټرو کاروان یې د سرک غاړې ماین سره برابرېږي او د نوموړي دوه ساتونکي ټپیان کېږي.

زمري پیکان تر لاس لاندې نور پرسونل د پېښې ځای ته لېږي او امر ورته کوي چې ټپیان روغتون ته او زوی یې کور ته راولي. د زمري پیکان زوی کابل ښار ته له راتګ سره سم، له هغه کس سره چې ویل کېږي، شخصي خصومت ورسره لري، مخامېږي او په مرمۍ یې وژني.

د قضیې مؤظف څارنوال د صورت دعوا او تحقیقاتو له بشپړېدو وروسته زمري پیکان ته له دندې د ناوړه ګټې اخیستنې په تور د استیناف محکمې له قضایي پلاوي د مجازاتو غوښتنه کړې ده.

له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د استیناف محکمې قضایي پلاوي په خپله علني ناسته کې د تورن او مدافع وکیل د دفاعیې له اورېدو وروسته؛ زمری پیکان له دندې د ناوړه ګټې اخیستنې په تور د جزا کوډ د ۴۰۳ مادې د لومړی فقرې او ۱۷ مادې پر بنسټ په درې کاله تنفیذي بند په مجازاتو محکوم کړ.

د یادونې وړ ده چې نوموړی له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ابتداییه محکمې د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ پر ۱۲ په خپله علني ناسته کې په غیابي توګه په اتو کالو تنفیذي بند محکوم کړی و.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS