د عامه پوهاوي پیاوړتیا لپاره باید د لوی څارنوالۍ عملی پروګرام پېل شي

hdsadmin
یکشنبه ۱۳۹۶/۲/۲۴ - ۱۶:۳۹
44

 

 د عامه پوهاوي د پیاوړتیا پروګرام د لوی څارنوالي په غونډه کې وړاندیز شو. دا غونډه د شنبې په ورځ د وری د میاشتې په ۲۴ مه نیټه د مالی او اداری مرستیال وحید الدین ارغون په مشرۍ جوړه شوه. په دې غونډه کې د مخابراتو او عامه اړیکو مشر، د نړیوالو چارو سلاکار، د لوی څارنوالۍ  ویاند او د عدلي مرکز، د مطبوعاتي دفتر، او د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې مشر هم ګډون کړی  وو.

 د لوی څارنوالۍ  مالی او اداری مرستیال وحید الدین ارغون، د مخابراتو او عامه اړیکو د ریاست د کار په کیفیت ټینګار وکړ. د نوموړي  په باور، د عامه پوهاوي د پروګرام پیاوړتیا او خپرونو لپاره باید د موجوده سهولتونو څخه ګټه واخیستل شي.

 له بل لوري، یو له وړاندیزونو څخه چې په دې  غونډه کې پرې  بحث وشو د مخابراتو او عامه اړیکو د ریاست د ودې لپاره نوموړې ریاست ته د لومړي بست ورکونه وه. د دې وړاندیز پر اساس، د ویاند بست به د مخابراتو او عامه اړیکو په ریاست کې شامل شي. د کار حدود په دواړه بستونو کې په جلا ډول ‌ذکر او د قانوني پروسې لپاره اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون ته ولیږدول شوي.

 که څه هم د ویاند بست د لوی څارنوالي په جوړښت کې شتون نلري.  د دې  ادارې ویاند په خدمتي ډول دنده ترسره کوي.

 د پوهاوي د لوړولو د بهیر لپاره د سټوډیو جوړونه، یو بل وړاندیز وو چې په دې غونډه کې ځینې یادونه وشوه. د لوی څارنوالي ویاند، جمشید رسولی په باور د سټوډیو شتون په لوی څارنوالي کې، د عامه پوهاوي د ښه والي په برخه کې مرسته کوي. لکه څنګه چې، د وړاندیزونو په برخه کې په دي وړاندیز هم ټینګار وشو چې په هر ولایت کې د بریښنایی پتي جوړونه ضروري ده او د ضرورت په وخت کې د مرکزي ادارې سره د معلوماتو د شریکولو په برخه کې مرسته کوي. 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS