د عامې روغتیا وزارت درې کارکوونکي د ۸۰ زره امریکايي ډالرو بډو اخیستلو په تور په مجازاتو محکوم شول

Hussain_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۱ - ۹:۵۴
tamir

د دغې قضيې تورن د عامې روغتیا وزارت د مرکزي سټاک آمریت سرپرست غلام سخي نظر، د رسیداتو د راپور مدیر غلام مصطفی، د فني آمریت معتمد احمد فواد، د تشریح پلاوي غړی اجمل عسکرزاده، د معاینې مدیر محمود نوابي او د معاینې او مرکزي سټاک پلاوی فضل شاه قریشي دي. دا کسان نن دوشنبه د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې پر ۲۰ د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز استیناف محکمې له خوا محاکمه شول.

دا قضیه د یوه خدماتي او لوژیستیکي شرکت مسؤولانو د ۱۸۰ شمېرې له لارې له لویې څارنوالۍ سره شریکه کړې وه.

د موظف څارنوال د تحقیقاتو پر اساس، دا قضیه د قراردادي شرکت د پیسو د اسنادو د تائيدۍ – ۳۰۰ زره د کوویډ ۱۹ محافظتي جامې چې د هر جوړ جامو بیه له وزارت سره پر ۳۸۱ افغانۍ قرارداد شوی و – په بدل کې لومړی ۳۰۰ زره امریکايي ډالره رشوت غوښتی او وروسته پر ۸۰ زرو امریکايي ډالرو سره سلا شوي وو. د دغو تورنو له ډلې یوه کس د غوښتل شوي رشوت له جملې د ۲۹ زرو امریکايي ډالرو د بډو اخیستلو پر مهال د کشفي ارګانونو په همکارۍ د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ له خوا لاس په لاس ونیول شو او د تحقیقاتو په لړ کې یاد شوي تورن، خپل نور جرمي شریکان هم معرفي کړل.

د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز استیناف محکمې په علني ناسته کې نن د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې پر ۲۰، د تورنو او د تورنو د مدافع وکیلانو په حضور کې د مرکزي سټاک آمریت سرپرست غلام سخي نظر او د مرکزي سټاک د راپورونو د رسیداتو مدیر غلام مصطفی پر پنځو پنځو کالو او د فني آمریت معتمد احمد فواد پر درېيو کالو تنفیذي حبس او همداراز د تضامن په توګه د بډو (رشوت) د معادلې وجې ۸۰ زره امریکايي ډالرو پر ورکړې محکوم کړل.

همداراز د دغې قضايي ناستې پلاوي، د عامې روغتیا د تشریح د پلاوي غړي اجمل عسکرزاده، د معاینې د مدیر محمود نوابي او د مرکزي سټاک د معاینې او تشریح پلاوي فضل شاه قریشي د برائت حکم صادر کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د اداري فساد پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتداییه محکمې یاد شوي درې کسان د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې پر ۱۴ له درېیو تر لسو کالو تنفیذي حبس او پر ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو نقدي جزا محکوم کړي وو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS