د عدلي او قضایي مرکز د محکمو تالار پرانستل شو

ago_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۲ - ۱۲:۵۱
فساد اداری

په یاده پرانیستغونډه کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د لوی څارنوال مرستیال خواجه عبدالحق احمدي، د سترې محکمې د عالي شورا غړي محمد زمان سنګري، د انګلستان او ډېنمارک سفیرانو، د عدلي او قضايي مرکز رئیسانو او د یاد مرکز ځینو څارنوالانو او قاضیانو ګډون کړی و.

دا تالار د ۱۳۹۸ کال د زمري پر لومړۍ پرانستل شو.

له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د لوی څارنوال مرستیال خواجه عبدالحق احمدي د یاد تالار په پرانیسته کې وویل، چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي د اداري فساد پر ضد په جدي او پرکنده توګه مبارزه کوي. د نوموړي په خبره د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز په یاده مبارزه کې یو ځانګړی موقف او اهمیت لري او زیاته یې کړه، چې د دغه مرکز د بنسټ اېښودو له نېټې څخه تر دې دمه د اداري فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.

په ورته مهال کې د سترې محکمې د عالي شورا غړي محمد زمان سنګري، د یاد تالار جوړونه د قانون واکمنۍ او عدالت د ټينګښټ په برخو کې مهمه وبلله او د نړیوالې ټولنې په ځانګړې ډول د انګلستان له هېواد څخه چې د یاد تالار د جوړونې لګښت یې په غاړه اخېستی و، مننه وکړه.

له بلې خوا د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز د استیناف محکمې رئیس قاضي انیسې رسولي، د محکمو د تالار جوړونه یو نیک او اغېزناک ګام وباله او ژمنه یې وکړه، چې یاد مرکز به د اداري فساد پر وړاندې په پوره رښتینولۍ سره هڅې وکړي.

د یادونې وړ ده، چې دغه تالار، د مېلمنو د ښه راغلاست سالون او د یاد مرکز اداري دفتر د انګلستان په مالي مرسته جوړ شوي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS