د فرمانونو او حکمونو د تعقيب او نظارت د لوی رياست قانون د تشريح دوه ورځنی سيمينار پای ته ورسېد

Hussain_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۰ - ۱۹:۵۶
عکس

حکمونو د تعقيب او نظارت د لوی رياست د دندو او واکونو قانون د تشريح دوه ورځنی سيمينار ختم شو.

دغه دوه ورځنی سيمينار د ملکي خدمتونو انستیتیوت د غونډو په تالار کې نن يکشنبه د ۱۴۴۴ هـ.ق د رمضان مبارکې میاشتې پر ۱۸ د خیر په دعا پای ته ورسېد.

په دې سيمينار کې د فرمانونو او حکمونو د تعقيب او نظارت لوی رييس مولوي شمس‌الدين شريعتي او د دغه رياست د مرستيال په ګډون مرکزي او ولايتي مسوولانو ګډون کړی و.

عکس

د دغه سيمنار موخه د فرمانونو او حکمونو د تعقيب او نظارت لوی رياست د دندو او واکونو له قانون څخه د ګډونوالو پوهاوی بلل شوی دی.

په دې سيمنار کې د فرمانونو او حکمونو د تعقيب او نظارت د لوی رياست د دندو او واکونو قانون چې په ۲۸ مادو کې د ا.ا.ا اميرالمومنين حفظه الله له خوا توشيح شوی، ګډونوالو ته يې په اړه هراړخيز پوهاوی ورکړل شو.

په غونډه کې ګډونوالو ژمنه وکړه، چې په پوره همغږۍ او همکارۍ به د دغه قانون ټول موارد په سمه توګه پلي کړي.

ياده دې وي، چې په دې سيمينار کې د دغه قانون د مواردو په اړه د ګډونوالو پوښتنو ته هم تفصيلي ځوابونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS