د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی رياست د دندو او واکونو قانون د تشريح سيمينار پيل شو

Hussain_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۹ - ۱۸:۱۴
عکس

دا سيمينار چې دوه ورځې به دوام وکړي، نن شنبه د ۱۴۴۴ هـ.ق کال د رمضان د مبارکې میاشتې پر ۱۷ د ملکي خدمتونو انستیتوت د غونډو په تالار کې پيل شو.

په دې سيمينار کې د فرمانونو او حکمونو د تعقيب او نظارت لوی رییس او د دغه رياست مرستيال په ګډون د مرکز او ولايتونو رییسانو هم حضور درلود.

دا سيمينار د قرآن کريم په څو مبارکو آيتونو پيل شو.

عکس

د فرمانونو او حکمونو د تعقيب او نظارت لوی رییس محترم مولوي شمس‌الدين شريعتي په دې سيمينار کې وويل، چې دا سيمينار د ا.ا.ا د مشرتابه په هدايت جوړ شوی دی.

نوموړي د ناستې له ګډونوالو وغوښتل، چې ورسپارل شوې دنده په ښه توګه اجرا کړي.

ښاغلي شريعتي د خپلو خبرو په دوام زياته کړه، چې دا رياست د فرمانونو او حکمونو د تعقيب تر څنګ، د ټولو ادارو او وزارتونو د چارو د نظارت دنده هم لري. د نوموړي په خبره، دا رياست مخامخ اميرالمومنين ته ځوابویونکی دی.

غکس

نوموړي د دغه رياست دنده لويه او مهمه وبلله او د سيمينار ګډونوالو ته يې په خطاب کې وويل: «هڅه به وکړو، چې راکړل شوی مسووليت د لوی الله ج په مرسته او مدد په ښه توګه اجرا کړو، ترڅو په دې ازموینه کې بريالي شو.»

هغه د خپلو خبرو په دوام زياته کړه، چې دا ریاست به له اداري فساد سره مبارزه او د دولتي ادارو د قانوني اجرااتو او د زندانونو نظارت کوي. د نوموړي په خبره، چې دا رياست به د مظلومانو غږ مخامخ اميرالمومنين ته رسوي.

د فرمانونو او حکمونو د تعقيب او نظارت لوی رییس زياته کړه: «دا رياست د لوی مقصد لپاره رامنځته شوی او هغه د عدالت پلي کول دي.» نوموړي د دغه لوی رياست کارکوونکو ته په اشارې وويل، چې د نورو ادارو کارکوونکو په پرتله تقوا خپله او له ټولو وړاندې سيرت او صورت برابر کړي.

هغه د عدالت پر پلي کولو ټينګار وکړ او زياته يې کړه: «اوسمهال د عدالت د پلي کولو ډېر مسووليت دغه رياست ته ورکړل شوی دی.» هغه د دغه رياست له ټولو کارکوونکو وغوښتل، چې د عدالت د پلي کولو لپاره له قانون سره سم خپل مسووليت په ښه توګه سرته ورسوي.

نوموړي د سيمينار ګډونوالو ته وويل، چې د دغه قانون په هکله په ولايتونو کې خپلو کارکوونکو ته هم د پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي.

یاده دې وي، چې د فرمانونو او حکمونو د تعقيب او نظارت لوی رياست قانون د ا.ا.ا د اميرالمومنين حفظه‌ الله له لوري د توشيح له نېټې څخه وروسته په ۲۸ مادو کې نافذ شوی دی‌.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS