د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست عالي شورا د دغې ادارې د ۱۴۴۵ کال کاري پلان تصویب کړ

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د عالي شورا غونډه د دغې ادارې د سرپرست مولوي شمس الدین شریعتي په مشرۍ جوړه شوه.
دا ناسته نن یکشنبه د جمادي الاول پر ۱۹ د عالي شورا د غونډه په تالار کې جوړه شوې وه.
غونډه د قرانکریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه.
د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د عالي شورا غړو د دغې ادارې د ۱۴۴۵ هجري قمري کال کاري پلان له هر اړخیز بحث، اصلاحاتو راوستلو، د ځينو برخو د حذف او زیاتونې وروسته تایید کړ.
یاده دې وي، چې عالي شورا د روان قمري کال د جمادي الاول پر لومړۍ نیټه هم د دغې ادارې د ۱۴۴۵ هجري قمري کال کاري پلان باندې بحث کړی و، چې په ننۍ غونډه کې یې نهايي او تایید کړ.
د غونډې په دویمه برخه کې د وزارتونو، ادارو او د هغو په دویمو او درېیمو واحدونو کې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت او له قانوني اجرااتو څخه یې پر څرنګوالي بحث وشو.
د عالي شورا غړو په ټولو ادارو کې د مشرتابه د ټولو فرمانونو، حکمونو او هدایاتو پر تطبیق ټينګار وکړ.
د اجنډا له مخې د ناستې په بله برخه کې امارتي وزارتونو، ادارو او خصوصي برخو ته د بین الوزارتي کمېټو په ترکیب کې د دغې ادارې کارکوونکي د استازي پر معرفۍ بحث وشو.
عالي شورا پر موضوع له بحث وروسته پرېکړه وکړه، چې امارتي وزارتونو، ادارو او خصوصي برخو ته د بین الوزارتي کمېټو په ترکیب کې دې د دغې ادارې کارکوونکي د مقام له هدایت پرته د استازي په توګه نه معرفي کېږي.
د ۱۴۰۳ مالي کال د تشکیلاتي ساختار د لابډاینې او تقویې په موخه د مرکزي او ولایتي ریاستونو د نظرونو او وړاندیزونو راټولول بله هغه موضوع وه، چې د عالي شورا غړو پرې ټينګار وکړ.
ناسته د خیر په دعا پای ته ورسېده.