د قانون حاکمیت، د عدالت ټینګښت، د غوره عدلي خدمتونو وړاندې کول او اصلاحات د لویې څارنوالۍ بنسټیزې موخې دي

ago_admin
شنبه ۱۳۹۸/۳/۴ - ۱۶:۱۵
jpj

دا خبره د لویې څارنوال د مالي او اداري چارو مرستیال وحیدالدین ارغون، د ۱۳۹۸ لمریز کال د تشکیل پېژندنې پروګرام کې وکړه. په دغه پروګرام کې د لوی څارنوال د عسکري چارو او له اداري فساد سره د مبارزې چارو مرستیالانو، د بشري سرچینو د پراختیا رئیس، د کورني او بهرني امنیت پر وړاندې د مبارزې، د استیناف څارنوالیو، د عسکري ولایتي استیناف څارنوالیو او له مرکز څخه د لویې څارنوالۍ د بېلابېلو برخو رئیسانو ګډون کړی و. دا پروګرام د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي پر څلورمه د لویې څارنوالۍ د مسلکي زده کړو انستېتوت کې تر سره شو.

arghon

د لوی څارنوال د مالي او اداري چارو مرستیال په دغه پروګرام کې وویل، چې په دې وروستیو کلنو کې د قانون حاکمیت، عدالت ټینګښت او د غوره عدلي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې پر هڅو سربېره، د لویې څارنوالۍ رهبرۍ د یادې ادارې په جوړښت کې د اصلاحاتو راوستو ته خپل پام اړولې دی. د نوموړي په خبره، په دې برخه کې جدي هڅې شوې، خو مطلوب وضعیت ته د رسېدو په موخه تر دې لاډېرې جدي هڅې روانې دي.

ښاغلي ارغون د یادې ادارې د تشکیلاتو د بیاکتنې موخه د تشکیلاتي تورم او وظیفوي لاسوهنې مخنیوی، د تشکیلاتو اغېزمنول، د پټو بېکاریو له منځه وړل او د بېلابېلو برخو د اړتیا پوره کول وبلل. د ده په خبره، په وروستیو دوو کلونو کې د تشکیلاتو کچه له ۵۳۰۰ بستو څخه ۶۶۷۵ بستونو ته پورته شوې ده.

د موازي جوړښتونو یو کول، د اداري فساد پر ضد د مبارزې مرستیالۍ جوړول او د اړتیا له مخې په مرکز او ولایتونو کې د ورته ریاستونو جوړول هغه موارد و، چې ښاغلي ارغون یې یادونه وکړه.

ښاغلي ارغون د خپلو خبرو په دوام سره د زېربینایي او بنسټیزو جوړښتو د پرمختګ په اړه هم خبرې وکړې. د نوموړي په خبره، د دارالامان ودانۍ کې د کنفرانسخونې په جوړونې سربېره، د هېواد د پنځو ولایتو د استیناف څارنولالیو د ودانیو کارونه ۹۰ سلنه بشپړ شوې او په نږدې راتلونکو کې به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.

د لوی څارنوال مرستیال، د کابل د څلورو ولسوالیو د ابتدایه څارنوالیو د ودانیو او له اداري فساد سره د مبارزې مرستیالۍ ته د دوو کانکسونو د جوړونې، په مرکز او ۷ لایتونو کې د برېښنايي حاضرۍ د نصبولو او ځينو نورو کړنو او لاسته راوړنو په اړه، چې د حفظ او مراقبت په برخه کې ترسره شوې، خبرې وکړې.

ښاغلي ارغون، د لویې څارنوالۍ د پراختیایي بودیجې په لګښت کې د پام وړ پرمختګ یادونه هم وکړه. د ښاغلي ارغون په خبره، له ۱۳۹۱ کال څخه تر ۱۳۹۷ کال پورې د لویې څارنوالۍ پراختیایي بودیجه ۷۱ سلنه زیاته شوې، چې دا مسله د لویې څارنوالۍ د رهبرۍ او کارکوونکو د هڅو ښکارندويي کوي.

په مرکز او ولایتونو کې د یادې ادارې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه، په ۱۳۹۷ کال کې د ۲۱۴ روزنیزو پروګرامونو جوړول یوه بله مهمه مسله وه، چې ښاغلي ارغون یې یادونه وکړه. د نوموړي په خبره، له یاد شمېر پروګرامونو څخه ۸۵۰ کسان چې ۷۲۴ یې ښځې دي، برخمن شوي دي.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه، چې د تېر کال په اوږد کې له یادې ادارې څخه ۱۵۴ کسان د کابل او خصوصي پوهنتونو د ماسټرۍ پروګرامونو، ۷۳ کسان د کابل پوهنتون د حقوقي ستاژ کورس او ۱۴۰ کسان له هېواد بهر لنډمهاله او اوږدمهاله روزنیزو پروګرامونو ته ورپېژندل، د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخه کې د دغه ادارې بله لاسته راوړنه بلل کېږي.

نوموړي په لویه څارنوالۍ کې د اطلاع رسونې او عامه اړیکو په برخه کې پرمختګونو ته هم اشاره وکړه. ښاغلي ارغون په دې اړه وویل، چې د هېوادوالو د خبراوي په موخه دا اداره پرلپسې مطبوعاتي کنفرانسونه ورکوي. ده د لویې څارنوالۍ د وېب پانې معیارې کېدل، د کنفرانسونو د کتابو، علمي او څېړنیزې مجلې او جرېدې چاپ یو له هغه بنسټیزو مواردو څخه وبلل، چې د اطلاع رسونې او عامه اړیکو په برخه کې د یادې ادارې پرمختګ ښيي.

ښاغلي ارغون په مالي او تخنیکي برخه کې د همکاریو د جلب په موخه د ځینو هېوادونو او همکارو مؤسسو سره د لسو هوکړه لیکونو یادونه هم وکړه. د ده په خبره، د یاد شمېر هوکړه لیکونو څخه پنځه هوکړه لیکونه یواځې د ادارې فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې له دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، د ملي امنیت له عمومي ریاست، د تدارکاتو له ملي ادارې او د ټاکنیزو شکایتونو د اورېدنې له کمېسیون سره لاسلیک شوي دي.

له بلې خوا، د بشري سرچینو د پراختیا عمومي رئیس محمد ناصر همت په دغه پروګرام کې وویل: «لویې څارنوالۍ، د بشري سرچینو د سیسټم د ساده والي په برخه کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي.»

himat

د نوموړي په خبره، د متوازن پرمختګ د هڅو پر دوام سربېره، په روان لمریز کال کې به د هېواد د ۲۰ ولایتونو د استیناف څارنوالیو په ریاستونو کې برېښنایي حاضرۍ نصبې شي.

د څارنوالانو د دندو د لایحو ترتیب، د دوسیه بندۍ سیسټم معیاري کول، د یادې ادارې د کارکوونکو د سوانحو د ثبت په موخه د HRMIS سیسټم څخه اغیزناکه ګټه اخېستنه، د څارنوالانو د شتمنیو ثبت او په شرایطو برابر څارنوالانو ته د دوی د کادري درجې لوړول هغه مهم موارد دي، چې ښاغلي همت یې یادونه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې دا پروګرام به درې ورځې نور هم دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۴:۳۹
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو له واردولو د مخنیوي لپاره د مؤظف پلاوي ناسته جوړه شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ ناسته د مؤظفې کمېټې د غړو په ګډون د امارتي ادارو او وزارتونو د معیننانو په حضور کې جوړه شوه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۳:۳۸
Background image

له ایران څخه د افغان بندیانو د لېږد دوام؛۱۹۹ افغان بندیان د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شول

له بهر څخه د افغان بندیانو د انتقال کمېټې په کوښښ چې مشري یې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رییس مولوي شمس الدین شریعتي کوي د نورو اړوندو ادارو له استازو سره په ګډه چې د دغې. . .

BACK TO NEWS