د قضیو د ثبت د مدیریت سیسټم روزنیز پروګرام جوړ شو

ago_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۳ - ۱۰:۵۰
HR

دا پروګرام د بلخ، سرپل، میدان وردګ، خوست، بغلان، هرات او دایکندي اسیتناف څارنوالیو د قضیو د ثبت مدیریت سیسټم عمومي مدیرانو ته د ۱۳۹۹ لمریز کال د سنبلې پر ۲۹ جوړ شو.

دا پروګرام چې شپږ ورځې به دوام وکړي، د لویې څارنوالۍ د بشري سرچینو د پراختیا عمومي ریاست د زده کړو او ظرفیت لوړاوي آمریت له خوا د عدلي سکتور د ملاتړ پروګرام (JSSP) په مرسته د لویې څارنوالۍ د دارالامان ودانۍ په کتابتون کې دایر شو.

په دغه پروګرام کې د قضیو د ثبت مدیریت سیسټم (CMS) برسېره د اجرااتو اروزنه، د اداري اجرااتو قانون، د بویجې مدیریت او د مسلکي سلوک په اړه هم ګډونوالو ته روزنه ورکړل شوه.

د یادونې وړ ده، چې څه موده مخکې هم د زده کړو او ظرفیت لوړاوي آمریت د مرکز ریاستونو او د کندهار، کندوز، بدخشان، تخار، جوزجان، سمنګان، فاریاب، نیمروز، لوګر، لغمان، کونړ، کاپيسا، غور، پنجشېر، پکتیکا، بامیان، ارزګان، ننګرهار، بادغیس، غزني، پکتیا، هلمند، نورستان، فراه او زابل اسیتناف څارنوالیو ریاستونو د قضیو د ثبت د مدیریت ۲۵ کارکوونکو  ته هم ورته روزنیز پروګرام جوړ کړی و.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS