د لغمان د استیناف څارنوالۍ وداني د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخېستلو د سلمې کلیزې په مناسبت ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه

د لوی څارنوال د مالي او اداري چارو مرستیال وحیدالدین ارغون د لغمان د استیناف څارنوالۍ د ودانۍ په پرانېست غونډه کې وویل، چې یاده وداني مو په دې موخه ګټې اخېستنې ته وسپارله، ترڅو د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخېستلو سلمه کلیزه مو په ښه ډول نمانځلې وي.
دا پروګرام د ۱۳۹۸ کال د زمري پر ۲۷ د یادې څارنوالۍ په نوې ودانۍ کې ترسره شو. په دغه پروګرام کې د مالي او اداري چارو مرستیال، د لویې څارنوالۍ د مالي او اداري چارو او خدماتو رئیسانو، د لغمان څارنوالۍ رئیس او د یادې استیناف څارنوالۍ د بېلابېلو برخو کارکوونکو، سیمه ئیزو مقاماتو، د ولایتي شورا غړو او د یاد ولایت قومي مشرانو ګډون کړی و.
دا وداني په درې جریبه ځمکه کې جوړ شوی، چې د غونډو تالار، پخلنځي، خوړنځي، شنې ساحې او د ښه راغلاست مرکز په لرلو سربېره ۲۰ کاري دفترونه او ۱۳ تشنابونه لري. په یاده ودانۍ ۳۳ میلیونه او ۲۳۱ زره او ۵۰۱ افغانۍ لګښت راغلی دی.
د لوی څارنوال مرستیال په دغه پروګرام کې وویل: «په نږدې راتلوونکي کې به د خوست، ډایکنډي، کاپیسا، نورستان د استیناف څارنوالیو ودانۍ او د لویې څارنوالۍ د غونډو تالار چې په دارالامان ودانۍ کې موقعیت لري ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.» د ښاغلي ارغون په خبره، یادې ټولې ودانۍ د لویې څارنوالۍ په پراختیایي بودیجې سره چې ۲۱۵ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی، جوړې شوې دي.
د لوی څارنوال مرستیال د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه، ټاکل شوې ده، چې په ۱۳۹۹ کال کې به د لوګر، کندهار، ارزګان د استیناف څارنوالیو او د جوزجان د آقچې او د کابل د استالف ولسوالۍ د ابتدایه څارنوالیو د ودانیو د بنسټ ډبرې کېښودل شي.
د ښاغلي ارغون په خبره، څارنوالیو ته د ودانیو په جوړولو سره عدالت ته د خلکو د لاسرسي زمینه برابریږي، د مراجعینو انساني کرامت ساتل کېږي او د هېوادوالو د بشري حقونو پر رعایت سربېره د سیمه ییزې حکومتولۍ اراده په ښه توګه تمثیلېږي. د نوموړي په باور، په اداره کې د نظم په راوستلو کې ودانۍ اغېزناک رول لوبوي، چې له امله یې د ځواب وېینې، شفافیت او د مجرمینو او تورنو د عدلي تعقیب او تحقیق بهیر چټکتیا مومي.
ښاغلي ارغون د لغمان د استیناف څارنوالۍ کارکوونکو ته په اشارې سره د یادې ودانۍ پر ساتنه ټینګار وکړ او زیاته کړه، چې د یادې ودانۍ ساتنې ته دې پوره پاملرنه وشي.
له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د لویې څارنوالۍ جدي هڅې یوه بله موضوع وه، چې ښاغلي ارغون یې په اړه خبرې وکړې. نوموړي زیاته کړه، چې په دې برخه کې لویې څارنوالۍ جدي ګامونه اخېستي او اداري فساد ورته د زغملو نه دی.
د لویې څارنوالۍ د مالي او اداري چارو مرستیال، د یادې ادارې له مراجعینو، تورنو او مجرمینو سره د لویې څارنوالۍ د رهبرۍ د نوې کړنلارې په اړه هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د لویې څارنوالۍ د رهبري ټینګار همدا دی، ترڅو له مراجعینو سره ښه چلند وشي، انساني کرامت ته یې درناوی او بشري حقونه یې خوندي شي. د نوموړي په خبره، د یادو اړینو ټکو رعایتونې په عدلي او قضایي ادارو په ځانګړې توګه په لویه څارنوالۍ د خلکو باور زیات کړی دی.
ښاغلي ارغون په لویه څارنوالۍ کې د عامه پالیسۍ پر جوړونه هم خبرې وکړې. هغه زیاته کړه، مخکې به له جرم سره مبارزه کېده؛ خو اوس د جرمونو د رېښو او عواملو پر پیدا کولو کار کېږي، ترڅو په ټولنه کې د جرمونو د پېښېدو کچه را کښته شي.
همداراز د لویې څارنوالۍ د واک او تشکیل قانون بیاکتنه، د ستراتیژیک پلان تدوین، له اداري فساد سره د مبارزې پنځه کلن پلان او د عدلي برخې اصلاح هغه مهم موضوعات و، چې ښاغلي ارغون یې په اړه خبرې وکړې. نوموړي ټينګار وکړ، چې په یاده اداره کې د قانوني اجرااتو د پیاوړتیا په موخه د یادو پلانونو د عملي کولو په برخه کې جدي ګامونه پورته شوي دي.
همداراز ښاغلي ارغون د خپلو خبرو په دوام سره د کنترول او مراقبت څارنوالۍ له لارې په مرکز او ولایتونو کې د لویې څارنوالۍ د کارکوونکو په ځانګړې ډول د څارنوالانو د پرلپسې اجرااتو څخه هم یادونه وکړه.
په ورته مهال کې د لغمان والي محمد آصف ننګ، د یاد ولایت د څارنوالۍ بېلابېلو برخو په ځانګړې ډول بنسټزو برخو ته د لویې څارنوالۍ د رهبرۍ له پاملرنې مننه وکړه. ښاغلي ننګ دا وداني د عدالت ټینګښت، د تورنو او مجرمینو د تعقیب او تحقیق او د جرمونو د کچې ټیټولو په برخه کې اغېزناکه وبلله. د لغمان د والي په خبره، سیستم جوړونه په اداره کې بېلابېلې برخې سره همغږې او نښلوي، چې له نېکمرغه دا اصل په لویه څارنوالۍ کې عملي شوی دی. نوموړي زیاته کړه، هغه بدلونونه چې د لویې څارنوالۍ د مرکز او ولایتونو په بېلابېلو برخو کې راغلې، په یاده اداره کې بې ساري ګڼل کېږي.
ښاغلي ننګ د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه، په تېرو وختونو کې به د لغمان استیناف څارنوالۍ د یو کال په اوږدو کې له ۱۰۰ تر ۲۰۰ دوسیې څېړلې؛ خو سږ کال یادې ادارې کم زیات ۱۰۰۰ دوسیې څېړلې دي. نوموړي د دوسیو څېړنو یاده کچه او په یاده اداره کې اصلاحات د لویې څارنوالۍ د رهبرۍ د هڅو پایله وګڼله.
له بلې خوا د ولایتي شورا رئیس او د لغمان له قومي مشرانو څخه یو کس، د لغمان استیناف څارنوالۍ ته د لویې څارنوالۍ له پاملرنې مننه وکړه او د یادې استیناف څارنوالۍ کړنې او لاسته راوړنې یې وستایلې. دوی د یاد ولایت د اوسېدونکو ستونزو او له درېیمې درجې څخه دویمې درجې ته د یاد ولایت مختګ ته په کتو د لویې څارنوالۍ له رهبرۍ وغوښتل، چې د یاد ولایت د استیناف څارنوالۍ په تشکیل کې زیاتوالۍ راولي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ، په یاده اداره کې د بنسټیزو او پراختیایي پروژو، بیا رغونې، شنې ساحې، زینتي بوټو او ګلانو د کرلو او ساتلو په برخو کې د پام وړ کارونه تر سره کړي دي.