د لويې څارنوالۍ د بشري سرچینو ریاست نوی رییس وټاکل شو

hdsadmin
دوشنبه ۱۳۹۶/۶/۶ - ۸:۳۹
ago

 

محمد ناصر همت د لويې څارنوالۍ د بشري د سرچینو ریاست د نوي رییس په توګه وټاکل شو. د نوموړي د معرفۍ په غونډه کې د لويې څارنوالۍ مالي او اداري مرستیال وحیدالدین ارغون، د لوی څارنوال د قضايي تعقیب چارو مرستیال ډاکتر غلام حیدر علامه، د لويې څارنوالۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس پوهیالي شاه محمد خپلواک او ګڼو نورو مسوولانو ګډون کړی و.

د نوموړي د معرفۍ په غونډه کې د لويې څارنوالۍ مالي او اداري مرستیال وحیدالدین ارغون نوموړي ته د دندې تر مبارکۍ وروسته وویل، چې په لویه څارنوالۍ کې د اداري کارکوونکو د ګومارنې پروسه ګړندۍ شوې او دغه کار د مسلکي کادرونو د ګومارنې په موخه ترسره کېږي.

ښاغلي ارغون زیاته کړه، «لویه څارنوالي له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې ژمنه ده او د له منځه وړلو لپاره یې جدي هلې ځلې پيل کړې دي.»

د نوموړي په وینا، اوسمهال لويې څارنوالۍ ته د مراجعینو او څارنوالانو تر منځ د وېرې فضا له منځه تللې او موږ هڅه کوو، چې څارنوالان له مجرمینو او مراجعینو سره نېک او انساني چلند وکړي.

د پوهنې د عمومي زدکړو معیین ډاکټر ابراهیم شینواري د بشري سرچینو د ریاست اوسنی رییس یو ژمن او تکړه شخص وباله او زیاته يې کړه، چې عدلي او حقوقي بنسټونه د یوه دولت د وجدان حیثیت لري.

د یادونې وړ ده، چې د لويې څارنوالۍ بشري سرچینو اوسنی رییس محمد ناصر همت تر دې وړاندې د پوهنې وزارت د بشري سرچینو ریاست د ګومارنې آمر په توګه دنده ترسره کوله.

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

BACK TO NEWS