د لويې څارنوالۍ د پنځه کلن ستراتيژيک پلان د تطبیق د ارزونې غونډه وشوه

Hussain_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲ - ۱۶:۲۱
ago

دا غونډه د پالیسۍ، پلان او نظارت د رئیس نقیب الله عبید او دغې ادارې د ځینو ریاستونو د استازو په حضور د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر دویمه د مسلکي زده کړو د انستیتیوت په تالار کې وشوه.

د پالیسۍ، پلان او نظارت رئیس نقیب الله عبید د دغې غونډې موخه د پنځه کلن ستراتيژيک پلان پر وړاندې د خنډونو معلومول، مقدماتي چمتوالی او د پلان لپاره د نظریاتو او وړاندیزونو راټولول وبلل.

ښاغلي عبید د ریاستونو ترمنځ پر همغږۍ ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د ریاستونو ترمنځ د داسې غونډو ترسراوی، د ستراتیژيک پلان د شاخصونو د تطبیق په برخه کې اساسي او مهم رول لوبولی شي.

د نوموړي په وینا، د ریاستونو په راپورونو کې ستونزې شته او د دغو تشو او ننګونو د ډکولو لپاره له پلان، پالیسي او نظارت ریاست سره د نظریاتو او وړاندیزونو شریکول حتمي دی.

د پلان، پالیسي او نظارت رئیس له ګډونوالو وغوښتل چې د ستراتيژيک پلان شاخصونه باید کټګوري شي او هڅه دې وشي چې د شاخصونو د تطبیق او نه تطبیق په تړاو دا ریاست خبر کړي.

د یادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د پنځه کلن پلان د تطبیق او د راروان ستراتیژيک پلان د تدوین لپاره د مقدماتي چمتوالي لپاره مفصل بحث وشو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۴:۳۹
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو له واردولو د مخنیوي لپاره د مؤظف پلاوي ناسته جوړه شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ ناسته د مؤظفې کمېټې د غړو په ګډون د امارتي ادارو او وزارتونو د معیننانو په حضور کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS