د لويې څارنوالۍ د کنفرانسونو تالار ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

Hussain_admin
شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۹ - ۱۴:۳۳
ago

د لويې څارنوالۍ د کنفرانسونو تالار ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د لويې څارنوالۍ د کنفرانسونو تالار د ولسمشر د دویم مرستیال قانونپوه سرور دانش، د هېواد لوی څارنوال محمد فرید حمیدي، په پارلماني چارو کې د دولت د وزیر، د ملي تدارکاتو عمومي ادارې د رئيس، د لویې څارنوالۍ د مرستیالانو، د ملي انکشاف شرکت او د پلازمېنې زون د انکشاف ادارې د مسؤولانو په حضور کې نن د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې پر ۱۹ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

ښاغلي دانش د لويې څارنوالۍ د کنفرانسونو د تالار په پرانیستغونډه کې د لویې څارنوالۍ د دغه تالار رغونه د لویې څارنوالۍ رهبرۍ او کارکوونکو ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه: «په عدلي او قضايي نظام کې چې څومره علمي او مسلکي ظرفیتونو ته اړتیا ده، په هماغه کچه مادي، فزیکي، ټکنالوژۍ او عصري وسیایلو ته هم اړتیا لیدل کېږي.» د ولسمشر د دویم مرستیال په وینا، په وروستیو کلونو کې په هېواد کې د حقوقو او شرعیاتو د لېسانس، ماسټرۍ او دکتورا فارغین زیات شوي او په عدلي او قضايي ادارو کې د دوی جذب او همداراز د حقوقي او قضايي ستاژ پروګرامونو ترسراوی د دغو ادارو په ظرفیت لوړاوي کې رغنده رول لوبولی دی.»

د نوموړي په وینا، له مجرمینو سره د مبارزې، د جرم او جنایت په کموالي او همداراز د هېوادوالو د اساسي حقونو په ملاتړ او د عدالت په تأمین کې د لويې څارنوالۍ رول بې بدیله دی او هېڅ بله اداره دا رول نه شي ادا کولی. د ښاغلي دانش په وینا، هر نظام چې غښتلې او خپلواکه څارنوالۍ ولري، عدالت او قانونیت پکې په دقیقه مانا پلی کېږي. نوموړي زیاته کړه، چې لویې څارنوالۍ په وروستیو کلونو کې له اداري فساد سره د مبارزې او له مېرمنو سره د تاوتریخوالي د مبارزې ځانګړو څارنوالیو په جوړونې سره د پام وړ لاسته راوړنې درلودلې دي.

نوموړي د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له خوا د دغو لاسته راوړنو په پار د لویې څارنوالۍ رهبرۍ ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چې اصلي موخو ته د رسېدو لپاره چې د عدالت تأمین او د قانون حاکمیت دی، نورو هڅو، سرښندنو او جدیت ته اړتیا ده، چې له دې لارې لا هم قانون پلی او روڼتیا رامنځته شي. ښاغلي دانش د عدالت د تأمین په برخه کې کار یوه مقدسه دنده وبلله او د لویې څارنوالۍ کارکوونکو ته يې په اشارې سره وویل: «تاسې د عدالت او قانونیت د جبهې سرتېري او مبارزین ياستئ او اړینه ده، چې د عدالت د دښمنانو او د قانون د ناقضانو پر وړاندې خپل ټول توان وکاروئ.»

ښاغلي دانش عدلي او قضايي دستګاوو ته وړاندیز وکړ، چې د یوې جامع غونډې په ترڅ کې دې د ټولو ودانیزو پروژو او د اړتیا وړ تجهیزاتو وړاندیز ماليې وزارت ته په ۱۴۰۰ مالي کال کې کړي او د حکومت رهبري هم د دغو وړاندیزونو او پروژو هراړخیز ملاتړ ته ژمن دی.

د ولسمشر دویم مرستیال زیاته کړه، چې څارنوالي د قضايي سیسټم اساسي رکن دی او په قضايي نظام کې چې هر څومره څارنوالان او مدافع وکیلان ارزښت لري، په هماغه کچه د محکمو قاضیان هم ارزښتناک دي.

بلخوا د هېواد لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي په دغې پرانیستغونډه کې د حکومت د رهبرۍ له خوا د عدلي او قضايي ادارو د ملاتړ په پار مننه وکړه او همداراز د هېواد په ګوټ ګوټ کې يې د دغې ادارې د کارکوونکو او د امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅې چې د قانون په تطبیق، د عدالت په تأمین او د هېوادوالو د حقونو او ازادیو په ساتنه کې بوخت دي، وستایلې.

د هېواد لوی څارنوال زیاته کړه: «لويه څارنوالي د یوه غیرسیاسي، خپلواک او بې پرې بنسټ په توګه تلپاتې او باعزته سولې ته د رسېدو په برخه کې د حکومت د هڅو ملاتړ کوي.» نوموړي زیاته کړه، چې د لویې څارنوالۍ د کارکوونکو د تقوا، تخصص او مسلکي ظرفیت او په هېواد کې د قانون د تطبیق، د عدالت د تأمین، له اداري فساد سره د مبارزې، له ښځو سره د تاوتریخوالي او د جرم او جنایت پر وړاندې د مبارزې ژمنه بیا تازه کوي.

د هېواد لوی څارنوال د دغې ادارې د کنفرانسونو د تالار پرانیسته د بېلابېلو بحثونو د جوړولو په برخه کې یو ګټور ګام وباله او زیاته يې کړه، چې د ځینو دقیقو پروګرامونو له مخې به دا تالار د لویې څارنوالۍ د کارکوونکو د ظرفیت لوړاوي او د افغانستان خلکو ته د غوره خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې استفاده شي.

نوموړي د لويې څارنوالۍ له کارکوونکو، له علمي، اکاډمیکو او مدني بنسټونو څخه وغوښتل، چې دا تالار دې د سولې، له ښځو سره د تاوتریخوالي د مبارزې او همداراز د قانون د حاکمیت او د عدالت د تأمین په برخه کې د جدي بحثونو لپاره وکاروي. د نوموړي په وینا، لویه څارنوالي به د قضايي او عدلي دستګاه د معلوماتو او همداراز د جنایي سیاست او د افغانستان د جزايي علومو د مرکز په توګه له دغه تالار څخه د اطلاعاتو د شریکولو په برخه کې ګټه واخلي.

د ښاغلي حمیدي په وینا، د عدالت تأمین د یوه بنسټ یا ادارې کار نه دی، عدالت داسې تفکر او باور دی، چې په هر فرد، کورنۍ، کاري محیط او ټولنې کې روزل کېږي. نوموړي دا کار د علم، پوهې او خبراوي له لارې د پلي کېدو وړ وګاڼه او زیاته يې کړه، چې د بحثونو په دایرولو سره به د افغانستان خلک قادر شي، چې د قانون د حاکمیت بحران ريښې مشخصې او د ټولنې د اړتیاوو له مخې ورته مناسبې حللارې پيدا کړي.

نوموړي وویل: «د یوې مقولې کې راغلي چې له قانونه ناخبري جرم دی؛ خو له قانونه ناخبري د جرمونو او جنایتونو مور هم ده. په هر کچه چې خلک له قانون او خپلو حقونو او وجایبو خبر وي، په هماغه کچه د جرایمو کچه هم ټيټه وي.»

د نوموړي په وینا، په لرې پرتو سیمو کې د عدلي او قضايي بنسټونو د کارکوونکو حضور د دې سبب کېږي، چې خلک له دولت سره ودرېږي او همداراز د خلکو زړونه د عدالت د رسولو او د قانون د حاکمیت له لارې ګټل کېږي.

د نوموړي په وینا، د هېواد د ۶۸ ولسوالیو څارنوالۍ چې له اتو تر ۱۲ کلونو راهیسې غیرفعالې وې، د محلي کادونو په مرسته بېرته فعالې شوې او د یوه کال په اوږدو کې یې تر ۸۰۰ ډېرې قضيې څېړلې دي.

 

ښاغلي حمیدي د لویې څارنوالۍ د ودانیو د جوړونې په اړه وویل، چې پر مرکز سربېره په ولایتونو کې هم د دغې اداري کارکوونکو ته د ودانیو د جوړولو او کاري زمینې د برابرولو کارونه روان دي. نوموړي د لويې څارنوالۍ د دارالامان په دفتر کې د ۹ پوړيزې ودانۍ چې د ۸۰۰ کارکوونکو د ځایېدو ظرفیت به ولري، یادونه وکړه او ويې ویل، چې دا چاره هم د لویې څارنوالۍ د کاري دفترونو او ودانیو د رغونې یوه برخه ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۴:۳۹
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو له واردولو د مخنیوي لپاره د مؤظف پلاوي ناسته جوړه شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ ناسته د مؤظفې کمېټې د غړو په ګډون د امارتي ادارو او وزارتونو د معیننانو په حضور کې جوړه شوه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۳:۳۸
Background image

له ایران څخه د افغان بندیانو د لېږد دوام؛۱۹۹ افغان بندیان د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شول

له بهر څخه د افغان بندیانو د انتقال کمېټې په کوښښ چې مشري یې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رییس مولوي شمس الدین شریعتي کوي د نورو اړوندو ادارو له استازو سره په ګډه چې د دغې. . .

BACK TO NEWS