د لويې څارنوالۍ عالي شورا غونډه ترسره شوه

hdsadmin
یکشنبه ۱۳۹۶/۷/۱۶ - ۱۶:۵۱
48

د لويې څارنوالۍ عالي شورا غونډه د هېواد لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي په مشرۍ د ۱۳۹۶ کال د تلې پر ۱۶مه ترسره شوه.

د عالي شورا غونډې په لومړۍ برخه کې د احکامو د تنفیذ د نظارت څارنوالۍ د پيشنهادي طرحې په اړه چې له مخې يې هغه کسان چې د قانون د حکم او د باصلاحیته چارواکو د هدایت پر اساس ممنوع الخروج بلل کېږي، بحث وشو.

عالي شورا پرېکړه وکړه، چې یاد پيشنهاد دې د مفهومي بډاینې، غني کولو او کره کولو لپاره د تقنین مؤظفې کمېټې ته وسپارل شي. نوموړې شورا ټینګار وکړ، چې د افرادو ممنوع الخروجي یوه بشري مساله ده او باید په دې برخه کې پوره دقت وشي. هېره دې نه وي، چې دا پیشنهاد به د تقنین د مؤظفې کمېټې تر کتنې او ارزونې وروسته عالي شورا ته د تصویب لپاره بیا راجعه شي.

د غونډې په دویمه برخه کې د څارنوالانو د کادري درجې د حقوق او امتیازاتو د مقررې د تدوین شوې مسودې په اړه بحث وشو.

عالي شورا نوموړې مسوده تر ارزونې او کتنې او په دې مسودې کې تر لازمو پیشهاداتو وروسته په اصول او پرنسیپ کې تصویب کړه او زیاته يې کړه، چې دا مسوده به د لازمو او قانوني اجرااتو لپاره د عدليې وزارت مقام ته رسماً واستول شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

BACK TO NEWS