د لويې څارنوالۍ عالي شورا غونډه ترسره شوه

hdsadmin
جمعه ۱۳۹۶/۱۱/۱۳ - ۱۵:۲۱
138

د لويې څارنوالۍ د عالي شورا غونډه د ۱۳۹۶ کال د سلواغې پر ۲۹ د لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي په مشرۍ دایره شوه.

د غونډې په پيل کې د جزا کوډ په اړه چې د ۱۳۹۶ کال د غويي پر ۲۵ نشر او د همدغه کال د سلواغې پر ۲۵ نافذ شو، بحث وشو.

د هېواد لوی څارنوال د افغانستان اسلامي جمهوري دولت رهبرۍ، همکارانو، د غونډې ګډونوالو او د افغانستان خلکو ته د جزا کوډ د نافذېدو د مبارکۍ تر څنګ وویل، چې د جزا کوډ د نافذېدو موخه له جرمونو سره جدي مبارزه او د قانون واکمني او د عدالت ټینګښت بلل کېږي.

ښاغلي لوی څارنوال زیاته کړه: «د جزا قانون د ۱۳۵۵ کال د خپور شوي جزا قانون په نسبت د جرمونو ښه وضاحت لري او یو سلسله هغه جرمونه چې په جزا قانون کې وضاحت نه درلود، په بر کې نیسي.»

ښاغلي حمیدي وویل، چې د دغه جزا کوډ نافذېدل د افغانستان خلکو ته د عدالت د تطبیق زمینه برابروي او دا د قانون د احکامو د پلي کولو په برخه کې ګټور ګام بلل کېږي.

د نوموړي په وینا، د لويي څارنوالۍ اداره ژمنه ده، چې د دغه کوډ د پلي کولو په برخه کې له ټولو شته امکاناتو اعظمي استفاده وکړي.

له دې سره سم ښاغلي حمیدي اړوندو مسؤولانو ته هدایت ورکړ، چې د خلکو د پوهاوي په موخه د جزا کوډ په اړه ځينې پروګرامونه پيل کړي، چې خلک د دغه کوډ له مزایاوو برخمن او ګټوره استفاده ورڅخه وکړي.

د غونډې په دویمه برخه کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي، د ماشومانو د سرغړاویو او د بشري حقونو د ملاتړ مرستیالۍ پر وړانديز بحث وشو. دا وړاندیز د ماشومانو د حجز یا نقدي جزا په اړه دی. نوموړې مرستیالۍ یادونه وکړه، چې د ۱۳۵۵ کال د جزا قانون له مخې د ماشومانو، د ناقانونه وسلو لېږد، ضرب او جرح او د نشه يي توکو د قاچاق د جرم په صورت کې د حبس وړاندوینه شوې؛ خو د جزا کوډ له نافذېدو سره د ماشومانو لپاره نقدي جریمه د تطبیق وړ بلل شوې، چې د جزا کوډ ۹۹ ماده بیا د ماشومانو نقدي جریمه ردوي.

د عالي شورا غړو پرېکړه وکړه، چې دا موضوع دې د قوانینو او استهدااتو کمېټو ته واستول شي او د دغه کمېټو او له ښځو سره د تاوتریخوالي، د ماشومانو د سرغړاویو او بشري حقونو د ملاتړ مرستیالۍ او د ماشومانو د سرغړاویو ته د رسېدنې څارنوالۍ عمومي ریاست د استازو تر منځ هراړخیز بحث وشي او د بحث پایلې دې د عالي شورا راتلونکې غونډې ته ارایه شي.

د غونډې په پای کې د لويې څارنوالۍ د ۵۲۶ ګڼې وړانديز او د جمهور رئيس عالي مقام د ۳۱۴۸ حکم پر اساس د لویې څارنوالۍ د تحریراتو او دارالانشاء رئيس سمونوال عبدالمبین رحیمي د سمونوالۍ له رتبې نه د مل پاسوالۍ رتبې ته نوبتي ترفېع منظوره شوه او د لوی څارنوال له لوري ورته پر اوږه د مل پاسوالۍ نښان نصب شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS