د لويې څارنوالۍ عالي شورا غونډه وشوه

د لویې څارنوالۍ عالي شورا غونډه د ۱۳۹۷ کال د غبرګولي پر ۱۳ د څارنپوه محمد فرید حمیدي په مشرۍ د لویې څارنوالۍ په دارلامان ودانۍ کې وشوه.
په دغه غونډه کې نوي ګومارل شوي همکاران د غونډې ګډونوالو ته وروپېژندل شول. د هېواد لوی څارنوال د دوی ګومارنه یو نېک ګام وباله او دوی ته يې د نوې دندې مبارکي وویله.
د هېواد لوی څارنوال نویو ګومارل شویو همکارانو ته په خطاب کې وویل، چې دنده یو لوی مسؤولیت دی او موږ هر یو تاسو ته په خپلو اجرااتو کې بری غواړو.
په دغه غونډه کې د لویې څارنوالۍ د امنیتي کمېسیون رئیس د امنیتي موضوعاتو په اړه خبرې وکړې. د نوموړي کمېسیون رئيس وویل، چې د امنیتي تدابیرو د ټینګولو لپاره هر څارنوال ته په مرکز او ولایتونو کې یوه یوه تفنګچه ورکول کېږي او د دې تر څنګ د نوموړي امنیتي کميسیون رئيس څارنوالانو ته د وسلې د کارت په اخیستلو کې هم لازمې لاررښوونې وکړې.
د دغه کمېسیون رئیس زیاته کړه: «د امنیتي ننګونو د مخنیوي لپاره موږ د دغې ادارې د وسایطو پر نویو اجازت کارټونو کار پيل کړی او دا کارټونه به یواځې له واحدې مرجع څخه د لويې څارنوالۍ وسایطو ته توزیع کېږي.»
د هېواد لوی څارنوال د همدې موضوع په تړاو وویل، چې د امنیتي تدابیرو د ټینګولو لپاره دې هره میاشت لویه څارنوالي امنیتي غونډه وکړي، ځکه موږ ته تر هر څه وړاندې د خپلو همکارانو امنیت مهم دی.
د غونډې په بله برخه کې پر راټولو شویو موضوعاتو پر بحث سربېره د تېرې اوونۍ مصوبات ګډونوالو ته وړاندې شول. د هرې تېرې اوونۍ دا مصوبات په هره غونډه کې د لا غنامندۍ په موخه اورول کېږي.
د غونډې په دې برخه کې د موټرو د ثبت د فورم او د ضمانت خط د تضمین د قرارداد په اړه چې د موټر د مالک او چلوونکي تر منځ باید ولیکل شي، بحث وشو. دا فورم د لغمان استیناف څارنوالۍ له خوا عالي شورا ته راجع شوی دی.
د عالي شورا غړو وویل، دا فورم باید په ترافیک ریاست کې ثبت شي او د همدې موضوع په تړاو دې په راتلونکې غونډه کې د لغمان او سمنګان د استیناف څارنوالۍ د تحقیق آمران، له نشه يي توکو سره د مبارزې څارنوالۍ استازي او د ترافیک رئيس راوغوښتل شي، تر څو دقیق تصمامیم ونیول شي.
د غونډې په دې برخه کې د استهدااتو کمېټې پر بېلابېلو استهدااتو بحث وشو. د دغو استهدااتو په لړ کې د احکامو تنفیذ څارنوالۍ پر استهدایې خبرې وشوې. دا استهداییه د هغه محکومینو په اړه وه، چې د اختلاس د جرم له امله په نقدي جزا محکوم شوي دي.
د عالي شورا غړو وویل، چې د دغو محکومانو د پاتې مبلغ د قسط په اړه باید د جزایي اجرااتو قانون د ۳۴۷ مادې پر اساس د یادې څارنوالۍ له خوا موضوع باصلاحیته محکمې ته وړانديز شي او د اړوندې محکمې د پرېکړې پر بنیاد قانوني اجراات وشي.
په دې برخه کې د نوموړې کمېټې پر یوې بلې استهدایې هم خبرې وشوې. دا استهداییه د وظیفوي غیابت په اړه چې د جنحه جرمونو په کټګورۍ کې راځي، تر بحث لاندې ونیول شوه.
عالي شورا پرېکړه وکړه، چې د وظیفوي غیابت قضيې د جزا کوډ د ۳۰ مادې پر اساس د جنحه جرمونو په کټګورۍ کې راځي او له دې سره سره که په دوسیه کې خاص ملاحظات نه وي، د دا ډول قضيو په اړه باید د استینافي مرحلې پرېکړه د قضيې د دواړو اړخونو تر قناعت وروسته قطعي وګڼل شي؛ نو پر دې اساس مرکز ته د تمیز محکمې په موخه د یادو شویو قضیو استونه اړینه نه ده.
د غونډې په دې برخه کې د کورني او بهرني امنیت د جرمونو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ پر استهدایې چې د اختطاف په قضیو کې چې له محکومینو څخه د متضرر شخص د خسارې د جبران د تحصیل د څرنګوالي په اړه ده او دا د درې ګونو محکمو په حکم کې راځي، بحث وشو.
د عالي شورا غړو وویل، چې د جزا قانون ۶ ماده د خسارې جبران په اړه د (علی القدر سهم) کلمه صراحت لري او د تحقیق په لړ کې باید د تورن سهم مشخص شي.
د غونډې په دې برخه کې د کورني او بهرني امنیت د جرمونو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ د استهدايې په اړه بحث وشو. دا استهداييه وايي، چې له تمیز غوښتنې څخه د انصراف میعاد له وخته اوړي که نه؟
د عالي شورا غړو په دې اړه وویل، چې د جزايي اجرااتو قانون له اعتراض څخه د انصراف میعاد په تمیز مرحله کې نه دی مشخص شوی؛ نو د دعوا دواړه اړخونه د حکم تر نهايي کېدو مخکې هر کله چې وغواړي، کولای شي، له خپل تمیز غوښتنې څخه انصراف وکړي.
د غونډې په پای کې د بادغیس ولایت د استیناف څارنوالۍ پر استهدایې بحث وشو. په دې استهداییه کې راغلي، هغه تورن چې د ذیصلاح محکمې له خوا په غیابي جزا محکوم شوي او د دوی مجازات تنفیذي حبس، رد مال او معادله جریمه رانغاړي؛ خو د معادلې جریمې له پرداخت څخه له دې امله چې پر دغې قضیې وخت اوښتی، امتناع کوي.
عالي شورا پرېکړه وکړه، چې د مالي جزا په اړه د جزايي اجرااتو قانون ۷۸ ماده صراحت لري او اړوندې څارنوالۍ دې د دغې مادې پر اساس اجراات وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د عالي شورا غړو پر یو شمېر نورو استهدااتو هم کره بحثونه وکړل.