د لويې څارنوالۍ عالي شورا غونډه وشوه

ago_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۶ - ۱۹:۳۳
ago

د لويې څارنوالۍ عالي شورا غونډه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي په ریاست ترسره شوه.

دا غونډه د قرآن کریم په تلاوت او د هېواد د ملي سرود په خپرولو سره پیل شوه او تر څنګ يې لوی څارنوال د عدلي سکتور د ملاتړ غونډې ته چې ا.ا جمهور رئيس په مشرۍ جوړه شوې وه، اشاره وکړه او زیاته يې کړه، چې په راروان مالي کال کې به د نورو انکشافي پروژو تر څنګ د بغلان او پنجشېر استیناف څارنوالۍ ریاستونو ودانۍ هم جوړې شي. د نوموړي په وینا، د عدلي سکتور د ملاتړ غونډې د پرېکړې پر اساس، هغه کارکوونکي چې تر دې مخکې د کادري درجاتو له مادي امتیازه بې برخې وو، د روان کال له چنګاښ میاشتې به ورته د کادري درجې امتیاز ورکول کېږي او همدارنګه د هغو کارکوونکو کادري درجې چې په وروستیو کې تثبیت شوې دي، مادي امتیاز به يې په ۱۴۰۰ کال کې اجرا شي.

ښاغلي حمیدي د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د طالبانو ډلې ترمنځ د سولې مذاکراتو ته په اشارې سره وویل: «موږ هیله من یو، چې د دې مذاکراتو په پایله کې به یوه باعزته او تلپاتې سوله راشي او داسې سوله چې هېوادوال بې له وېرې خپل ژوند پر مخ بوځي.»

د دغې غونډې په پيل کې، د لويې څارنوالۍ د داخلي تفتیش ریاست د راپور په اړه چې د احاکمو د تنقیذ، د جرایمو د تحقیق او د کابل د اوو زونونو د څارنوالیو د مالي محکوم بها د تنفیذ د څرنګوالي په اړه و، بحث وشو.

د عالي شورا غړو پرېکړه وکړه، چې په دې برخه کې دې د نقدي جرایمو د تحویلۍ واحد حساب جوړ شي او څارنوالۍ دې د محاکمو نقدي او بدني جزا صادر شوي احکام هممهاله تطبیق کړي.

د یادې شوې غونډې په بله برخه کې د میوند په پامه چې په رومل مشهور او د پلار نوم يې محمد اکبر دی، په غیرقانوني توګه د څرخي پله له مرکزي زندان څخه ازادېدو راپور وړاندې شو. نوموړی په غضب او تزویر تورن دی.

د لويې څارنوالۍ عالي شورا غړو یاده شوې موضوع د انصاف او عدالت په رعایتولو سره د دغې ادارې د تحقیق څارنوالۍ ریاست ته وسپارله او ويې ویل، چې یادې شوې قضیې ته دې د عدالت او انصاف په رڼا کې رسیدګي وشي.

د غونډې په بله برخه کې استهدااتو ته د رسیدګۍ کمېټې د تائیدي او تدقیقي نظریې په اړه چې د شمال شرق زون استیناف څارنوالۍ ریاست د تحقیق او قضايي تعقیب څارنوالانو د قانوني واکونو اړوند وه، بحث وشو.

د لويې څارنوالۍ عالي شورا غړو د استهدااتو کمېټې نظر چې په وروسیتو ټولو پيش بیني شویو پړاوونو کې د جزايي اجرااتو تر ۸۸ مادې پورې موخه د تحقیق څارنوال د واک ده نه د تعقیب څارنوال، تائید کړ. په یادو شویو مادو کې مندرج ټول اجراات د تحقیق څارنوال په واک کې دي چې د جزايي اجرااتو د ۹۹ – ۱۰۰ مادو په رعایت سره خپل اجراات ترسره کړي او قانوناً د ابتدائيه څارنوال د لاسلیک اخیستلو اړتیا نه لیدل کېږي.

د دغې غونډې په بله برخه کې د بلخ د استیناف څارنوالۍ ریاست د یوه څارنوال د قضیې په اړه چې له خپل وظیفوي واک څخه يې ناوړه استفاده کړې وه، خبرې وشوې.

د عالي شورا غړو پرېکړه وکړه، چې په راروانه غونډه کې به یاد شوی څانوال د ویډیو کنفرانس له لارې د قضيې په اړه د عالي شورا غړو ته معلومات ورکوي.

دا غونډه په هېواد کې د سرتاسري سولې د راتللو په دعا پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۴:۳۹
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو له واردولو د مخنیوي لپاره د مؤظف پلاوي ناسته جوړه شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ ناسته د مؤظفې کمېټې د غړو په ګډون د امارتي ادارو او وزارتونو د معیننانو په حضور کې جوړه شوه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۳:۳۸
Background image

له ایران څخه د افغان بندیانو د لېږد دوام؛۱۹۹ افغان بندیان د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شول

له بهر څخه د افغان بندیانو د انتقال کمېټې په کوښښ چې مشري یې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رییس مولوي شمس الدین شریعتي کوي د نورو اړوندو ادارو له استازو سره په ګډه چې د دغې. . .

BACK TO NEWS